افغانستانامنیتپښتوفراه

فراهي: پاکستان د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي

روان خبرSecurityفراه1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-08 07:15:17🎙 راډیو واورئ

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، پاکستان د افغانستان اقتصادي پرمختګ او هوساینه نه شي زغملای او د افغانستان د جغرافیې د ناامنه کولو هڅې یې پیل کړي دي. فراهي وویل، پخوا داسې فکر کېده چې پاکستان یوازې د افغانستان له حکومتونو سره ستونزه لري، خو اوس څرګنده شوې چې دغه هېواد د افغانستان له خاورې، پرمختګ او هوساینې سره هم ستونزه لري. هغه ادعا وکړه چې پاکستان ځان د پخوانۍ بریتانیا ځایناستی او وارث ګڼي او د نوموړي په وینا، بریتانیا هم شاوخوا دوه پېړۍ وړاندې هڅه کوله چې دا سیمه ناامنه کړي. فراهي پر پاکستاني رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه رسنۍ د افغانستان په اړه د خبرونو له تحریفه ډډه نه کوي. د هغه په وینا، په تېر یو کال کې پاکستان په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي او مرګ‌ژوبله یې ورته اړولې، خو پاکستاني رسنیو دغه پېښې د خپل هېواد په ګټه تحریف کړې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال له افغان رسنیو وغوښتل چې د خپل نظام ملاتړ وکړي او د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر وړاندې ځواب ووایي. فراهي ادعا وکړه چې څو ورځې وړاندې پاکستان د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته، د هغو په ملاتړ، سلګونه کسان د سیمې د بې‌ثباته کولو لپاره لېږلي وو؛ خو د نوموړي په…

لنډ معلومات

ځایفراه
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-08 07:15:17

مهالوېش

  1. Parstoday

    فراهي: پاکستان د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-08 07:01:02

فراهي: پاکستان د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button