کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، اسلامي امارت د نشهیي توکو پر ضد د اوږدمهاله ستراتیژۍ په عملي کولو سره، د دغو توکو کښت او تولید نږدې صفر ته رسولی او اوس یې اصلي تمرکز له ګاونډیو هېوادونو د صنعتي او عصري نشهیي توکو د قاچاق پر مخنیوي دی. پژواک له نشهیي توکو سره د اسلامي امارت د مبارزې، لاستهراوړنو او ننګونو په اړه د کورنیو چارو وزارت له ویاند مفتي عبدالمتین قانع سره ځانګړې مرکه کړې ده. د کوکنارو کښت او تولید نږدې صفر ته رسېدلی مفتی عبدالمتین قانع وویل: «زموږ هېواد تقریباً د ټولې نړۍ د نشهیي توکو د تولید او پروسس مرکز بلل کېده؛ ځکه دلته پراخ فساد موجود و… نه یوازې داخلي، بلکې بهرنیانو هم مستقیم لاس درلود… بهرنیانو د افغانستان له لارې بېلابېل ډول نشهیي توکي بهر ته وړل، پرته له دې چې په هوايي ډګرونو او د تګ راتګ په لارو کې چک شي.» هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې د نشهیي توکو پر ضد مبارزه په لومړیتوب کې ده او په دې برخه کې عملي لاستهراوړنې شته. د هغه په خبره، د نشهیي توکو پر ضد مبارزه په ټول افغانستان کې روانه ده او هر هغه سیمه چې پکې عملیات ترسره کېږي، ثبت او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
قانع: افغانستان کې د نشهيي توکو تولید نږدې صفر شوی؛ تمرکز د صنعتي نشهیي توکو د قاچاق پر مخنیوي دی
منابع
Afghan sources
قانع: افغانستان کې د نشهيي توکو تولید نږدې صفر شوی؛ تمرکز د صنعتي نشهیي توکو د قاچاق پر مخنیوي دی