EnglishNewsافغانستان

لسګونه منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) له جګړه يیزو زده کړو قوماندانۍ… — Bakhtar

DevelopingNews1 SourcesUpdated: 2026-11-23 13:27:13🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ ییزو قول اردوګانو ۱۶۶ منسوبینو د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مسلکي کورسونو له څلور میاشتنیو زده‌کړو څخه وروسته؛ نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، مسئولینو، فارغانو ته د جهاد او اِعداد اهمیت بیان کړ او ویې ویل: "د هېواد له سرحدونو او اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه فرض ده؛ نو ځکه باید د یادې فریضې د ښه ترسره کولو او له دښمن سره د مقابلې لپاره پوځي او مسلکي زده‌ کړې ترلاسه کړئ او ترلاسه کړې زده ‌کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو منسوبینو ته هم ور زده کړئ." فارغانو هم ډاډ ورکړی چې د هېواد له سرحدونو او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې لپاره هر ډول سرښندنو ته چمتو دي.د مراسمو په پای کې، د مسئولینو له لوري فارغانو ته تصدیق پاڼې وېشل شوې دي.

Quick facts

TopicNews
Sources1
Updated2026-11-23 13:27:13

Timeline

  1. Bakhtar

    لسګونه منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) له جګړه يیزو زده کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-23 10:39:24

لسګونه منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) له جګړه يیزو زده کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button