EnglishHealthافغانستانکندهار

له ښځو تشې کوڅې؛ د کندهار «ارزو» د بدل شوي ښار کیسه کوي — AF International

DevelopingHealthکندهار1 SourcesUpdated: 2026-08-13 04:15:33🎙 Listen to radio

اروز ماسپښین ناوخته له کوره ووتله او غوښتل یې د کور لپاره څو اړین توکي واخلي او بېرته ستنه شي؛ خو د کندهار په واټونو کې هغه څو کیلومتره واټن چې پخوا به د ډېرو ښځو لپاره عادي ورځنۍ چاره وه، اوس د هغې لپاره له وېرې، انتظار او کړاو سره مل مزل و. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې ویلي چې له نیمايي څخه زیاتو ښځو ویلي، دوی په یوه میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له خپلو کورونو څخه بهر وځي. د دغه راپور له مخې، نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې له محرم نارینه پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي. له نیمايي څخه زیاتو ښځو هم ویلي چې بازارونو، روغتیايي مرکزونو او نورو عامه ځایونو ته له تګ څخه ډډه کوي. دا راپور د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې خپور شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له منځنۍ کچې زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو څخه محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له واک ته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان د نیمايي وګړو حقونه په منظم ډول محدود شوي او دغه وضعیت…

Quick facts

Locationکندهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-13 04:15:33

Timeline

  1. AF International

    له ښځو تشې کوڅې؛ د کندهار «ارزو» د بدل شوي ښار کیسه کوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-13 02:22:01

له ښځو تشې کوڅې؛ د کندهار «ارزو» د بدل شوي ښار کیسه کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button