د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ کې د «امام شقیق بلخي» په نوم د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې ویلي چې افغانستان به پر یوه پیاوړي تولیدي هېواد بدل کړي. د افغانستان انټرنشنل خبریال د السیلیه کمپ له دوو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي چې د امنیتي ستونزو له امله یې د ځان لپاره د «نوا» او «تمیم» مستعار نومونه غوره کړي دي. د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په ۱۴۰۰ کال کې د قطر السیلیه کمپ د افغانانو د لېږد په یو موقت مرکز بدل شو او یو شمېر افغانان همدې کمپ ته ولېږدول شول. په پیل کې داسې پرېکړه شوې وه چې السیلیه به د دغو کسانو د لنډمهاله اوسېدو ځای وي. افغانان دغه کمپ ته لېږدول کېدل ترڅو د هویت د څېړنې، امنیتي ارزونو، روغتیايي معایناتو او د کډوالۍ د دوسیې پړاوونه بشپړ کړي او بیا بل هېواد ته ولېږدول شي. خو دا موقتي تمځای د سلګونو کسانو لپاره د میاشتو او کلونو په تمه بدل شوی دی. د هغو شمېرو له مخې چې د افغان ایواک بنسټ له خوا خپرې شوې دي، اوس مهال په دغه کمپ کې ۱۰۳۹ افغانان ژوند کوي او له دې ډلې ۴۳۳ تنه ماشومان دي. همدارنګه ۳۱۹ ښځې او ۲۸۷ بالغ نارینه هم په کمپ کې شتون لري. په ټولیزه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ملا برادر: افغانستان به په یو پیاوړي تولیدي هېواد بدل کړو
منابع
Afghan sources
ملا برادر: افغانستان به په یو پیاوړي تولیدي هېواد بدل کړو