د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د ملي مرکې په ناسته کې افغان فرهنګي، ټولنیزو، علمي او مدني شخصیتونو د ملي یووالي د پیاوړتیا، د افغانستان د اوسنیو ستونزو د ارزونې او د خلکو د وضعیت د ښهوالي لپاره د عملي لارو چارو موندلو په موخه بحثونه کړي دي. په کابل کې د یو فعال ټلوېزیون د رهبرۍ غړي وویل، د طالبانو استخباراتو د رسنیو څانګې ریاست ورته ۲۲مادهییز نوملړ سپارلی چې په کې طالباني رسنیز القاب او الفاظ روښانه شوي دي. په دغو تورو کې یو هم د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو ته منسوب نومونه دي چې په کور دننه خپلواکۍ رسنۍ یې هم په کارولو مکلفې ګرځول شوې دي. سرچینه وایي، د خصوصي رسنیو مشران دا توان نه لري چې د طالبانو د استخباراتو د دغه پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي او اړ دي پرته له ملاحظې یې ومني. دغه کلیمات لومړی ځل کابل کې یک، طلوع او اریانا ټلوېزیونو د اګسټ به ۲۰مه وکارول. په دغه ورځ دغو رسنیو د مقاومت جبهې د یو قوماندان حسیب پنشجیري (حسیب قوای مرکز) د وژل کېدو خبر ورکړ. د درېیو واړو رسنیو په راپورونو کې مقاومت جبهې ته د «شر او فساد ډلې» نوم کارول شوی و. یو شمېر افغان خبریالان د خصوصي رسنیو له لوري د دا ډول غیر ژورنالېستیکي کلیمو کارول د خپلواکۍ اصل لهمنځه وړل دي. تر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملي مرکې بنسټ په اسټرالیا د افغانستان د روان بحراني وضعیت په تړاو غونډه کړې
سرچینې
Afghan sources
ملي مرکې بنسټ په اسټرالیا د افغانستان د روان بحراني وضعیت په تړاو غونډه کړې