د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو چارې پیلېږي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیبالله رحیمي وایي، د دغه روغتون د بنسټ ډبره د چمتلې ښارګوټي په ۳۰ جریبه ځمکه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي له لوري کېښودل شوه. د نوموړي په وینا، پر دې روغتون یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي، چې د یوه بهرني خیریه بنسټ له لوري ورکول کېږي. رحیمي وایي، دغه دوهپوړیز روغتون به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي او د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي. د هغه په خبره، روغتون به له اړینو طبي وسایلو او تجهیزاتو برخمن وي او د سیمې په کچه به روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د عامې روغتیا ریاست ویاند زیاتوي، د روغتون له جوړېدو سره به نه یوازې د چمتلې ښارګوټي مېشتو راستنېدونکو کورنیو، بلکې د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته هم روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتون بنسټ ډبره کېښودل شوه
منابع
External sources
ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتون بنسټ ډبره کېښودل شوه