EnglishHealthافغانستانننګرهار

ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتون بنسټ ډبره کېښودل شوه

DevelopingHealthننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-09-14 08:35:28🎙 Listen to radio

د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو چارې پیلېږي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب‌الله رحیمي وایي، د دغه روغتون د بنسټ ډبره د چمتلې ښارګوټي په ۳۰ جریبه ځمکه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي له لوري کېښودل شوه. د نوموړي په وینا، پر دې روغتون یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي، چې د یوه بهرني خیریه بنسټ له لوري ورکول کېږي. رحیمي وایي، دغه دوه‌پوړیز روغتون به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي او د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي. د هغه په خبره، روغتون به له اړینو طبي وسایلو او تجهیزاتو برخمن وي او د سیمې په کچه به روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د عامې روغتیا ریاست ویاند زیاتوي، د روغتون له جوړېدو سره به نه یوازې د چمتلې ښارګوټي مېشتو راستنېدونکو کورنیو، بلکې د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته هم روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-14 08:35:28

Timeline

  1. Parstoday

    ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتون بنسټ ډبره کېښودل شوه

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-14 08:32:10

ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتون بنسټ ډبره کېښودل شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button