Developmentافغانستاندریهرات

هرات کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیايي پروژو چارې… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-06 17:52:50🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د دغه ښار په ٤، ٦ او ٧ ناحیو کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیايي پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې. د هرات ښاروالۍ ویاند خان‌محمد یوسفزي باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو پروژو کې د سړکونو کانکرېټ‌ او اسفالت شامل دی، چې د سړکونو د وضعیت د ښه والي او ښاریانو ته د تګ‌راتګ د اسانتیاوو برابرولو په موخه پلې کېږي. د هرات ښاروالۍ د نظارت او ارزونې مسوولینو ویلي، چې د پروژو د کارونو د کیفیت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د هغوی د پلي کېدو بهیر په دوامداره ډول څارل کېږي. د یادې ادارې د نظارت او ارزونې امر مولوي محمدیار شهاب ویلي چې د څارنې ډلې د پروژو د پلي کېدو له ټولو پړاوونو څارنه کوي، څو چارې له ټاکل شویو معیارونو سره سم، په شفاف او باکیفیته ډول ترسره شي. ورته مهال، د پروژو اجرائیوي مسوولینو ډاډ ورکړی، چې ساختماني چارې به یې په ټاکل شوې موده کې بشپړې شي. د ځایي اوسېدونکو د دغو پروژو له پیل هرکلی کړی او هغه یې د سړکونو د وضعیت د ښه والي او د تګ‌راتګ د اسانتیا لپاره مهم ګام بللی دی. هغوی له مسوولینو غوښتي، چې د سړک جوړونې، کانال‌جوړونې او ښاري زیربناوو د پراختیا په برخو کې نورې ټولګټې پروژې هم پلې کړي. د هرات ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د روانو پروژو د کار کچه شاوخوا ۸۰ سلنې ته رسېدلې او ټاکل شوې، چې د روان کال تر پایه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۸۰ کوچنۍ او لویې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-06 17:52:50

خط زمانی

  1. Bakhtar

    هرات کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-06 15:40:17

هرات کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button