Englishافغانستانامنیتپکتیکا

پاکستان تېره شپه په افغانستان کې وژلي کسان تروریستان وبلل | آمو ټلویزیون — Amu TV

DevelopingSecurityپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-06-29 12:15:00🎙 Listen to radio

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او د افغانستان په خاورې پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۹ تنه د ټي ټي‌پي او جماعت‌الاحرار وسله‌وال وژلي دي. له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د مرورې ولسوالیو په یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا بریدونه په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز د شنبې د ورځې د هاخوا برید په ځواب کې شوي چې پکې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو. د پاکستان پوځ وایي په کراچۍ کې یې یو تن نیولی چې اقرار یې کړی یو اونۍ وړاندې د افغانستان له جلال‌اباد څخه پاکستان ته د برید لپاره راغلی و. مجاهد پرخپله ایکس پاڼه د ځینو انځورونو د خپرولو تر څنګ لیکلي دي: « په دغو بریدونو کې د ښځو ا وماشومانو په ګډونه لسګونه ملکي وګړي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.» طالب ویند دا بریدونه «بزدلانه عمل، تجاوز، جنایت او وحشت» بللي اوغندلي یې دي. ‏تر دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله تر دې دمه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۴۰…

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-06-29 12:15:00

Timeline

  1. Amu TV

    پاکستان تېره شپه په افغانستان کې وژلي کسان تروریستان وبلل | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-06-29 03:09:24

پاکستان تېره شپه په افغانستان کې وژلي کسان تروریستان وبلل | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button