Summary: د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند یوزباشي سیمه کې ۶۰۰ کورنۍ د انرژۍ رسونې د یوې نوې پروژې پر مټ له دوامدارې برېښنا برخمنې شوې. د یادې پروژې د بشپړېدو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو د هوساینې لپاره د بنسټیزو پروژو پلي کېدو ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده، چې ټولو هغو سیمو ته به دا ډول خدمات ورسوي چې له برېښنايي خدمتونو بې برخې دي.د یاد ولایت د برېښنا شرکت رئیس مولوي محمد عارف احمدي ویلي، چې دغه پروژه د ۱۷.۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې او ۶۰۰ کورنیو ته یې برېښنا برابره کړې ده.د یوزباشي سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو خوښي ښودلې او په دې برخه کې یې د اړوندو ادارو هڅې ستایلې دي.تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولینو ویلي وو چې د هېواد ګوټ ګوټ ته د پاکې برېښنا د رسونې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په موخه یې ګڼ شمېر پروژې پلي شوي او دا لړۍ دوام لري.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پروان کې ۶۰۰ کورنۍ له پاکې برېښنا برخمنې شوې