HealthKabulافغانستانپښتو

پرون هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۱۹۱ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 05:17:03🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ ۱۹۱ کډوالې کورنۍ چې ۸۸۶ کسان کېږي، د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښم پله او اسلام‌کلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي؛ دغه‌راز له سلګونو کورنیو سره ترانسپورټي، مالي، روغتیايي او خوراکي مرستې شوې دي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني راپور کې ویلي چې دغه خدمتونه دوشنبه، د روان کال د وږي په ۱۶مه، هغو کډوالو ته وړاندې شوي چې له بېلابېلو لارو په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لار ۷۷ کورنۍ چې ۴۱۳ کسان کېږي، راغلې او ۹۵ کورنۍ چې ۵۱۸ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د کمېسیون په خبره، د دغو کډوالو د لېږد لپاره ۳۷۳ زره او ۲۳۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له ۱۱۶ کورنیو سره ۹۶۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. همداراز یو زر او ۷۴۶ وخته خواړه او ۸۲ سیم‌کارتونه وېشل شوي او په تورخم کې ۴۹۱ ناروغان درملنه شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۱۹ کورنۍ چې ۱۰۲ کسان کېږي، راغلې او ۱۹ کورنۍ چې ۹۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د سرچینې په وینا، په دغه مسیر کې د لېږد لپاره ۲۲۲ زره…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 05:17:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پرون هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۱۹۱ کورنۍ راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 09:40:33

پرون هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۱۹۱ کورنۍ راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button