Kabulافغانستانامنیتدری

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-30 07:34:19🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): رویټرز راپور ورکړی چې پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي؛ دغو بریدونو پولنډ هم اړ کړی چې د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره خپلې جنګي الوتکې پورته کړي. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په کی‌یف، لویف، دنیپروپتروفسک او د اوکراین په څو نورو سیمو کې پوځي تاسیسات او درې باروړونکې بېړۍ په نښه کړې دي. د رویټرز د راپور له مخې، اوکرایني چارواکو ویلي چې په یادو بریدونو کې په کی‌یف ښار کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او دغه راز په دنیپروپتروفسک او پولتاوا ولایتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي چې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په پلرني ښار «کریوي ریه) کې د روسیې یو بالستیک توغندی پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي؛ په قربانیانو کې پنځه او ۱۲ کلنې دوه نجونې هم شاملې دي. سیمه‌ییزو چارواکو خبرداری ورکړی چې ښایي د قربانیانو شمېر لوړ شي. د راپور له مخې، د پولنډ پولې ته نږدې په لویف ښار کې د روسیې توغندي پر دوو استوګنیزو ودانیو لګېدلي چې لږ تر لږه ۲۶ کسان یې ټپیان کړي او د ژغورنې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-30 07:34:19

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پر اوکراین د روسیې بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ی ټپیان دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-30 12:01:23

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ی ټپیان دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button