Summary: د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د عنابې ولسوالۍ اړوند سیمو کې د سیمې اوسېدونکو د فیروزې کان موندلی دی. د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمدقاسم امیري باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د بېلابېلو کانونو د تثبیت او پېژندنې ترڅنګ، د سیمې اوسېدونکو د فیروزې دغه کان هم موندلی او د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ته یې ورپېژندلی دی.نوموړي زیاته کړه، چې د پریان ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم ریاست یو تخنیکي او مسلکي ټیم ګومارلی، څو د یادې سیمې سروې او ارزونه وکړي.د نوموړي په وینا، تخنیکي ټیم به د سروې، نمونې اخیستنې او مسلکي څېړنو له بشپړېدو وروسته د یادې زېرمې اندازه او کیفیت تثبیت کړي او که یې کیفیت تایید شي، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته به د دغه قیمتي ډبرې د استخراج زمینه برابره شي.د یادونې وړ ده، چې په پنجشېر کې د زمرد، تورمالین، شین ګارنټ او شاوخوا ۱۷ نورو قیمتي ډبرو کانونو شتون هم تثبیت شوی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پنجشېر کې د فیروزې کان موندل شوی