Englishافغانستانامنیت

په بلوچستان کې د چاودنې، ډزو او نورو پېښو له امله ۱۴ کسان… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-23 05:15:25🎙 Listen to radio

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د چاودنې، ډزو، ترافیکي پېښو او نورو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د اسلام‌اباد په نړۍوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل– پښتو ته وويل، دغه محصلينې د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په خپل کور کې له نیول کېدو وروسته په ټېکسلا کې د پوليسو مرکز ته لېږدول شوي او له هغه ځايه بيا د اټک مهاجرينو کمپ ته انتقال شوې دي. هغه زیاته کړه، د افغان محصلينو حالت له تېرو څو مياشتو راهېسې ډېر بد دی «او د ډېر خفګان خبره دا ده، چې دوی [پاکستاني پولیس] اوس پر ښځينه محصلينو هم رحم نه‌کوي». شريعتی زياته کړه: «د محصلينو غږ هېڅوک هم نه‌اوري نه سفارت، نه د افغانستان او نه د پاکستان چارواکي د دوی غږ اوري، بيخي نااميده شوي یو». دغه نیول شوې زده‌کړیالانې سره خویندې دي او ویل کېږي سروده رحیمي او حسینه رحیمي نومېږي او په اسلام‌اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون محصلینې دي. د افغان محصلینو ټولنه د پولیسو له لوري د هغوی نیول کېدل، د محصلینو پر وړاندې د ناعادلانه چلند او ښکاره تبعیض یوه جدي بېلګه بولي. په خبرپاڼه کې زياته شوې: «له کوره د محصلینو نیول، په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو نیول،…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-23 05:15:25

Timeline

  1. AF International

    په بلوچستان کې د چاودنې، ډزو او نورو پېښو له امله ۱۴ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-23 04:51:23

په بلوچستان کې د چاودنې، ډزو او نورو پېښو له امله ۱۴ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button