د امریکا د فلوریډا ایالت په سوېل کې یوه شخصي الوتکه چې نهه کسان پهکې سپاره وو، د استوګنې په یوه سیمه کې لوېدلې او اور یې اخیستی دی. د فاکس نیوز د راپور له مخې، دغه پېښه د ډونالډ ټرمپ له مار-ا-لاګو استوګنځي څخه شاوخوا نهه مایله لرې شوې ده. د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې په یوه بیان کې ويلي، چې دغه الوتکه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د ځايي وخت په شاوخوا ۱۲:۵۰ بجو د فلوریډا د کرېسټهېون استوګنې سیمې ته څېرمه راپرېوتې ده. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په الوتکه کې نهه کسان سپاره وو او الوتکه په ټېکساس ایالت کې د اسټن-برګسټرم نړۍوال هوايي ډګر څخه د باهاماس هېواد د شمالي الوتېرا هوايي ډګر پر لور روانه وه. د پام بیچ کاونټي د اور وژنې او ژغورنې ادارې پر اېکس خواله رسنۍ خلکو ته خبرداری ورکړی، چې سیمې ته له ورتګ ډډه وکړي. د امریکا د ترانسپورت د خوندیتوب ملي ادارې ویلي، د یادې پېښې په اړه پلټنې روانې دي. زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) په ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې روسیې د شپې لهخوا د اوکراین د څلورو سیمو پر برېښنايي تاسیساتو بریدونه کړي دي. هغه ویلي: «د بریدونو شدت ډېر لوړ دی او روسیه هڅه کوي، چې د بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره د اوکراین د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په فلوریډا کې یوه شخصي الوتکه د استوګنې پر یوې سیمې پرېوتې ده
منابع
Afghan sources
په فلوریډا کې یوه شخصي الوتکه د استوګنې پر یوې سیمې پرېوتې ده