په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، د سامانیانو ښوونځي د یو شمېر زدهکوونکو د فراغت په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شوي، چې د سفارت د معلوماتو له مخې، د فارغانو ډېری برخه نجونې وې. د سفارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې فارغانو له خپلو زدهکړو د بریالي فراغت وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کړل. په مراسمو کې د افغانستان سفیر جنرال محمدظاهر اغبر، د ښوونځي د مشرتابه او ښوونکو هڅې وستایلې او په ځانګړي ډول یې د ښوونځي له ادارې مننه وکړه. اغبر فارغانو ته په خطاب کې وویل: «د ملي یووالي او همغږۍ ساتنه وکړئ، د علم او پوهې په ترلاسه کولو ټینګار وکړئ او د ناپوهۍ، افراطیت او تیارو پر وړاندې مبارزه وکړئ.» هغه همداراز ټینګار وکړ چې ځوان نسل د افغانستان د روښانه او اباد راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري. د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغان کډوالو او ډیپلوماټانو د ماشومانو لپاره د زدهکړو بهیر په داسې حال کې دوام لري چې په افغانستان کې نجونې له ۲۰۲۲ کال د مارچ راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ محرومې دي. وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زدهکړو هم بندیز ولګېد، چې له امله یې میلیونونه افغان نجونې له رسمي زدهکړو بېبرخې شوې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسیف) او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
پولنډي ځواکونو د سرحدي عملیاتو پر مهال د افغانانو په ګډون ۷۱ کډوال نیولي دي
منابع
Afghan sources
پولنډي ځواکونو د سرحدي عملیاتو پر مهال د افغانانو په ګډون ۷۱ کډوال نیولي دي