زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریئس ډاکټر «معراج ګل عادل» وایي ۶۱ ټنه هغه خوراکي توکي او درمل چې له تاریخه لویدلي او بې کیفیته وو او د دوې د موظفیینوله لورې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي وو په څمکنیو او زرمت ولسوالیو او د ولایت په مرکز ګردیز کې وسوزول شول. هغه وویل د بې کیفیته او له تاریخه لویدلو توکو پلور د قانون له مخې جرم ګڼل کیږي او له سرغړنکو سره به قانوني چلند کیږي. د پکتیا عامې روغتیا رئیس وویل د خوراکي تو کواو درمل د پلور پر مرکزونو د دوې څار دوام لري اوهیچا ته به اجازه ورنکړي چې دا ډول توکي پر خلکو وپلوري. تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې دا ډول توکي تر نیول کیدو وروسته سوزول شویدی.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
پکتیا ولایت کې لسګونه ټنه له تاریخه لویدلي او بې کیفیته خوراکی توکي او درمل وسوزول شول
Sources
External sources
پکتیا ولایت کې لسګونه ټنه له تاریخه لویدلي او بې کیفیته خوراکی توکي او درمل وسوزول شول