Summary: د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د «راده» په نوم د شاوخوا ۴۰ کیلومتره په اوږدوالي د یوه خوړ د پاکولو چارې بشپړې شوې. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، چې د خوړ په پاکارۍ سره به د سیمې اوسېدونکو کورونه، کرنیزې ځمکې او فصلونه د سېلابونو له احتمالي ګواښونو څخه خوندي شي.د باختر اژانس د خبر له مخې؛ یاد خوړ د اضطراري کمېټې په مالي ملاتړد ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شوی دی.ښاغلي دین پرور زیاته کړې، چې د پکتیا ولایت مقام په لرې پرتو سیمو کې د لارو جوړولو او نورو پراختیايي برخو کې هم ګڼې چارې ترسره کړې او یو شمېر نورې پروژې تر کار لاندې دي.د سیمې اوسېدونکو د یاد خوړ د پاکارۍ له ترسره شویو چارو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لپاره مهم ګام وباله.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پکتیا کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې
Sources
Afghan sources
پکتیا کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې