Kabulافغانستانامنیتپښتو

پکتیا کې لسګونه میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-03 09:22:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ او د ګردېز – زرمت پر لویه لار ۴۷ میله بېلابېل ډ‌ول وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي. د پکتیا امنیې قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خالد بن ولید قطعې ځواکونو د ګردېز – زرمت پر لویه لار ۳۰ تومانچې او ۱۳ کلاشنکوفونه کشف او ضبط کړي دي. سرچینه زیاتوي چې دغه‌راز د ډنډپټان ولسوالۍ په ناري سیمه کې هم دوه کلاشینکوفونه، یو M16، یو میل نارنجک‌وېشتونکی، د M4 پنځه زره مرمۍ، د کلاشینکوف ۹۰۰ مرمۍ، شپږ د نارنجک مرمۍ، د پیکا ۲۵۰ مرمۍ، د پیکا د مرمیو یوه بکسه او د کلاشینکوف ۲۲ شاجورونه نیول شوي دي. امنیې قوماندانۍ لیکلي، له دغو وسلو سره په تړاو دوه کسان هم نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-03 09:22:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پکتیا کې لسګونه میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-03 13:51:01

پکتیا کې لسګونه میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button