DevelopmentEnglishKabulافغانستان

کابل ښار کې د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-30 12:42:08🎙 Listen to radio

Summary: کابل ښاروالۍ خبر ورکړی چې د دې ادارې له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۱۲مې ناحیې د ۳۳م ګذر اړوند په قلعه شانان سیمه کې د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې. سرچینې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، دغه سړکونو او کوڅې به، چې په ټولیزه توګه ۸۸۴ متره اوږدوالی، ۳.۵ او ۵ متره سور لري، د درېیو میاشتو په موده کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې د کوڅو او سړکونو د خرابوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې په جوړېدو سره به یې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دې پروژې له پلي کېدو څخه موخه، ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کول او د مناسبو لنډو بوختیاوو رامنځته کول دي.هېره دې نه وي، چې په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-30 12:42:08

Timeline

  1. Bakhtar

    کابل ښار کې د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-30 11:22:50

کابل ښار کې د ۶ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button