کرېکټ: له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې صدیق الله اتل… — Bbc
افغانستان له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د دويمې ورځې تر پايه د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې. زېمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې دي. د افغانستان لپاره په توپوهنه کې صدیق الله اتل ۵۵ او رحمان الله ۵۰ منډې وکړې. دوی به د سيالۍ په درېیمه ورځ خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي. دغه لوبه چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي، پچه یې زېمبابوې ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې ده. د افغانستان له اړخه محمد سليم او قيس احمد هر يوه دری دری، ضيا الرحمان اکبر دوې، ضيا الرحمان شريفي او حشمت الله شیهدي يوه یوه وېکټه واخيسته. د زېمبابوې لپاره برنډن ټېلر ۱۳۱، براين بېنېټ ۱۲۸، وېسلې مدېور ۵۴، تفدزوا ۴۴، بېن کرن ۴۲، ګرېم کرېمبر ۳۴ او اېنوسېنټ کايا ۳۴ منډې وکړې. د افغانستان له اړخه زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ سیالۍ لپاره د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ صدیقالله اتل، حشمتالله شهیدي، عبدالمالک، شاهدالله کمال، اکرام علېخل، رحمانالله ځدراڼ، قیس احمد، ضیاء الرحمن اکبر، ضیاء الرحمن شریفي او محمد سلیم اخیستل لوبېږي. د یادولو وړ ده چې د افغانستان او زېمبابوې له دې ټېسټ لوبې وروسته یوه بله پنځه ورځنۍ سیالي هم لري. افغانستان که څه هم ډېرې ټېسټ لوبې نه کوي خو څه موده…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
کرېکټ: له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې صدیق الله اتل او رحمان الله پنځوسيزې ووهلې – BBC News پښتو
منابع
External sources
کرېکټ: له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې صدیق الله اتل او رحمان الله پنځوسيزې ووهلې – BBC News پښتو