Summary: د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي او سږ کال یې کچه نږدې ٧٠ زره مټریک ټنو ته رسېدلې ده. د یاد ریاست د ترویج مدیر فریدالله توتاخېل باختر اژانس ته ویلي چې تېر کال په کندز کې ۶۷ زره ۸۱۲ مټریک ټنه د انګور حاصلات راټول شوي وو، چې سږ کال دغه کچه ۶۹ زره ۸۴۶ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده.د نوموړي په وینا، د بڼوالو هڅې، د کرنیزو لارښوونو عملي کول او د بڼونو ښه مدیریت د انګورو په تولید کې د زیاتوالي عمده لاملونه دي.نوموړي زیاته کړه، چې په کندز ولایت کې د انګورو بېلابېل ډولونه لکه حسیني، کشمشې، عروس او کلکي کرل کېږي.هغه وویل، د انګورو د حاصلاتو زیاتوالی د بڼوالو لپاره د خوښۍ وړ دی او تمه ده، چې د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د بڼونو د لا ښه مدیریت له لارې به په راتلونکو کلونو کې د دغه محصول تولید نور هم زیات شي.ورته مهال، یو شمېر بڼوالو د انګورو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د تولید زیاتوالی به د دوی د اقتصاد پیاوړی او د بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز؛ د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی