Kabulافغانستانامنیتدری

د مخابراتو وزارت یو پلاوی په نړۍوال ډیجیټلي فورم کې د ګډون په… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-08 09:42:50🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمدامین جان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړۍوال ډیجیټلي فورم کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمدامین جان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړۍوال ډیجیټلي فورم کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراتیف هېواد پلازمېنې مسکو ته سفر وکړ. هغه زیاته کړې، په دغه پلاوي کې د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي رییس استاد عبدالرحمن صافی هم شامل دی. د هغه په خبره، په دغه فورم کې به چې په مسکو کې جوړېږي، د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړۍوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصصین او د خصوصي سکټور استازي ګډون وکړي. هغه ویلي، په فورم کې به د ډیجیټلي ټکنالوجۍ د پراختیا، ډیجیټلي حکومتولۍ، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوجۍ برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه وشي. الکوزي ویلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلاوی به په دغه فورم کې د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور تجربې، لاسته‌راوړنې او د ډیجیټلي تحول برخه کې ترسره شوي اقدامات شریک کړي. د هغه په خبره، د فورم په څنډه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-08 09:42:50

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د مخابراتو وزارت یو پلاوی په نړۍوال ډیجیټلي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-08 14:11:08

د مخابراتو وزارت یو پلاوی په نړۍوال ډیجیټلي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button