KabulPoliticsافغانستاندری

لغمان کې د ترافیکي پېښې د شپږو قربانیانو جنازه په لوګر کې وشوه — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-05 01:14:30🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوګر ولایت د مرکز اړوند په بابوس سیمه کې د هغې کورنۍ د شپږو غړو جنازه ترسره شوه، چې تېره شپه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د خیرخېلو په سیمه کې د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله سیند ته لوېدلي وو. د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې له پاکستانه څخه د بېرته راستانه شویو کورنیو موټر سیند ته ولوید او په پایله کې یې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي محمد ګل ویلي، چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ څو غړي له لاسه ورکړي او له اړوندو ادارو یې د لادرکو کسانو د موندلو او له زیانمنې کورنۍ سره د مرستو غوښتنه کړې ده. ورته مهال د لوګر مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي شوې او د لادرکو کسانو د موندنې او له زیانمنې شوې کورنۍ سره د مرستو لپاره هڅې روانې دي. د یادونې وړ ده، چې په مړو شویو کسانو کې یوه ښځه او پنځه ماشومان شامل دي او د اوو لادرکو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات دوام لري.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-05 01:14:30

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لغمان کې د ترافیکي پېښې د شپږو قربانیانو جنازه په لوګر کې وشوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-04 16:39:45

لغمان کې د ترافیکي پېښې د شپږو قربانیانو جنازه په لوګر کې وشوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button