KabulPoliticsافغانستانپښتو

اسوشیټېد پرېس: د ټرمپ ادارې د ایران له حکومت سره د ایرانیانو د… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-05 19:03:19🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په داسې حال کې د ایران له چارواکو سره له متحده ایالتونو څخه د ایرانیانو د ایستلو په اړه پټې خبرې کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه وه. یاد خبري اژانس د امریکا له محکمو څخه د ترلاسه‌شویو اسناد پر بنسټ راپور ورکړی چې د امریکا حکومت د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر نیمایي پورې هم د یوه نامعلوم درېیم هېواد له لارې د ایرانیانو د ایستلو پلان درلود. راپور کې راغلې چې د امریکا د یوې محکمې قاضي حکومت ته امر کړی چې ایران یا بل هېواد ته د ایرانیانو د ایستلو د هر وروستي شوي پلان په اړه دې ۲۴ ساعته مخکې محکمې ته خبر ورکړي او د ایستلو تر عملي کېدو پنځه ورځې مخکې دې لیکلی خبرتیا وړاندې کړي. د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې، د امریکا او ایران چارواکو د جګړې پر مهال هم د سفر د اسنادو برابرولو او د ایستلو د احتمالي لارو په اړه اړیکې ساتلې وې. په دې راپور کې د امریکايي کډوالۍ چارواکو د سلګونو برېښنالیکونو یادونه هم شوې چې له مخې یې دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر او ډسمبر او د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې د درېیو الوتنو له لارې د څه باندې ۱۰۰ ایرانیانو د بېرته…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-05 19:03:19

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اسوشیټېد پرېس: د ټرمپ ادارې د ایران له حکومت سره د ایرانیانو د ایستلو په اړه پټې خبرې کړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-05 23:31:28

اسوشیټېد پرېس: د ټرمپ ادارې د ایران له حکومت سره د ایرانیانو د ایستلو په اړه پټې خبرې کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button