کابل (پژواک) – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمهوريغوښتونکو ګوند په منځمهالو ټاکنو کې له ماتې وروسته، د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند کېدو په موخه د ډونالډ ټرمپ له ادارې د استعفا په درشل کې دی. د بریتانیا «ایندیپېنډنټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د جمهوريغوښتونکو ګوند او د بریتانیا د حکومت ځینو سرچینو ویلي چې روبیو ښايي له خپلې اوسنۍ دندې استعفا وکړي او د جمهوريغوښتونکو ګوند د ولسمشرۍ نوماندۍ لپاره سیالۍ ته چمتووالی ونیسي. د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس په دې سیالۍ کې د هغه اصلي سیال بلل کېږي. سرچینو ویلي چې د منځمهالو ټاکنو پایلو، چې له مخې یې جمهوريغوښتونکو په کانګرس کې د استازو جرګې او سنا کنټرول له لاسه ورکړی، د ټرمپ پر ادارې فشار زیات کړی دی. د راپور له مخې، روبیو د ټرمپ د کابینې له هغو شاوخوا پنځو غړو څخه دی چې ښايي له دغې ادارې ووځي. د ایندیپېنډنټ د راپور له مخې، یوه امریکايي سرچینه وایي چې روبیو باید ځان د ایران له جګړې لرې کړي او د دې جګړې مسوولیت پر ټرمپ واچوي. د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس هم د ټاکنو له پایلو وروسته د جمهوريغوښتونکو د ماتې اصلي لامل د ایران جګړه بللې ده. په راپور کې د بریتانیا د حکومت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
روبیو د ټرمپ له ادارې د استعفا په درشل کې دی