DevelopmentKabulافغانستاندری
د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول — Pajhwok
کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او د تورخم او سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو څخه ۷۱۳ کسان د تورخم او ۱۶۷ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چط په دې ډله کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو او د بند د مودې له پوره کېدو وروسته ازاد شوي دي. دغه وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-07-30 07:19:00
خط زمانی
-
Pajhwok
د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-07-30 11:45:26
د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول