EnglishHealthKabulافغانستان

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-17 05:42:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ چې ۱۰۶۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۲۴۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۲۵۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۴۱ کورنۍ چې ۷۲۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۱۰ کورنۍ چې ۱۱۲۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۸۱۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۲۵ کورنیو سره په ټولیز ډول یو میلیون او ۸۷۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم درې کورنۍ چې ۲۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې یوه کورنۍ چې اووه کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-17 05:42:02

Timeline

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ راستنې شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-17 10:11:39

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ راستنې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button