د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله امیري نن سهار د فیضآباد ـ بهارک پر لاره د موټرسایکل سپرو وسلهوالو تر برید لاندې راغلی دی. د احسانالله کامګار د څرګندونو له مخې، ذبیحالله امیري په دې برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړي زیاته کړې، د امیري د ساتونکو له لوري یو بریدګر وژل شوی او امنیتي ځواکونه د دې پېښې د نورو عاملینو د موندلو هڅې کوي. دغه راز په یوه بله جلا پېښه کې تېره ورځ(دوشنبه د زمري پېنځمه) په نیمروز ولایت کې د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې یو قومي مشر وژل شوی دی. د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګلمحمد قدرت ویلي، چې ناپېژاندو وسلهوالو د زرنج ښار د شپېته مټره سړک په سیمه کې پر حاجي عبدالخالق نورزي، چې یو قومي مشر و؛ برید کړی دی. د ګلمحمد قدرت د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې حاجي عبدالخالق نورزي او د هغه وراره وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان دي. هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د دې برید لامل او انګېزه نهده روښانه شوې. امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، پلټنې یې پیل کړي او د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي. د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ټینګار کړی، چې د څېړنو له بشپړېدا وروسته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News