افغانستانامنیتدری

افغانستان کې نږدې ۲۲مېلیونه کسان د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بشري مرستو… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 05:25:59🎙 رادیو را بشنوید

د بشري مرستو نړۍوال سازمان «انټرسوس» په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان لاهم د نړۍ تر ټولو سختو او اوږدمهاله بشري ناورینونو سره مخ دی. د یاد سازمان په وینا؛ دامهال په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. په دغه راپور کې راغلي، روایتونه ښيي د طالبانو هغه سیاستونه چې د ښځو زده‌کړو او کار ته یې لاسرسی په جدي ډول محدود کړی؛ د هغوی د عاید ډېرې لارې یې له‌منځه وړې دي. راپور زیاتوي، د هغه کورنیو لپاره چې نارینه سرپرست نه‌لري وضعیت ډېر نهیلي کوونکی دی. دغه راپور چې له کړکېچ ځپلو افغانانو سره د باوري مرکو پر بنسټ چمتو شوی ښيي، چې کورنۍ په لومړي سر کې د دې لپاره چې د خوړو دسترخوان یې تش نه‌شي، خپلې سپماوې مصرفوي، شته شتمني پلوري، پور اخلي او غیررسمي کارونو ته مخه کوي. خو کله چې کړکېچ دوام ومومي او بې‌وزلي لا ژوره شي، دغه لارې ډېر ژر خپل اغېز له لاسه ورکوي او کورنۍ اړ اېستل کېږي چې سختې او نه جبرانېدونکې پرېکړې وکړي. د مالي فشار کمښت لپاره له لومړنیو عامو لارو څخه یوه دا ده، چې ماشومان له ښوونځیو وباسي او په سختو او لږو عاید لرونکو کارونو کې یې شامل کړي. هلکان د سړکونو پر سر د توکو پلورلو، بټیو او کارخانو کې…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 05:25:59

خط زمانی

  1. AF International

    افغانستان کې نږدې ۲۲مېلیونه کسان د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-26 04:46:49

افغانستان کې نږدې ۲۲مېلیونه کسان د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button