HealthKabulافغانستاندری

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې اووه کسان وژل شوي او ۴۹… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-20 04:58:37🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وایي چې د روسیې د توغندیزو او هوايي پراخو بریدونو له امله په کي‌یف، خارکیف او زاپوریژیا ښارونو کې لږ تر لږه اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ نور ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کي‌یف د بالستیک توغندیو پراخ برید ترسره کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې په دغه برید کې ۴۱ بېلابېل توغندي او ۱۲۵ بې‌پیلوټه الوتکې کارولې دي. د اوکراین پوځ ادعا کړې چې ۱۸ توغندي او ۱۰۸ بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي. د کي‌یف ښاروال ویټالي کلیچکو ویلي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې استوګنیزې ودانۍ، ګودامونه، یو ستر پلورنځی، لیلیه او د مټرو یو تمځای زیانمن شوي دي. د هغه په خبره، د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی. همدارنګه، خارکیف ښار ته نږدې پر یوه پُستي مرکز جلا برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. اوکرایني چارواکو ویلي چې د زاپوریژیا ښار پر استوګنیزو ودانیو د روسیې هوايي بریدونو کې هم لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، او تر کنډوالو لاندې د احتمالي بند پاتې کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي د هوايي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-20 04:58:37

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې اووه کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-20 09:27:46

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې اووه کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button