خبرونه

په بدخشان کې غورځېدلې الوتکه یوه روسي شتمن چارټر کړې وه

سرچينې وايي، د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان کې غورځېدلې الوتکه روسي مېلیونر اناتولي اېفسيکوف چارټر کړې وه. هغه له خپلې مېرمنې انا اېفسيکوف سره له تایلنډ څخه بېرته مسکو ته په لاره و.

روسي رسنیو د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه شتمن په تایلنډ کې د رخصتیو تېرولو په حال کې و چې مېرمن یې ناروغه شوې او بېرته يې روسیې ته د بېولو پرېکړه کړې وه. د روسیې ریا ناووسټي خبري آژانس هم ليکلي چې د دغه شتمن مېرمن ناروغه شوې او د لېږدولو لپاره يې دغه الوتکه خصوصي چارټر کړې وه.

د طالبانو حکومت تأیید کړې چې څلور سپرلۍ ژوندۍ دي.

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، هلته د دغې الوتکې د غورځېدو له ځایه يې څلور کسان ژوندي موندلي او اوس يې مراقبت روان دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د دوی څيړونکې ډلې دا الوتکه د بدخشان د کوف آب ولسوالی په ارزکوه سیمه کې پيدا کړې او د پيلوټ په شمول ېې د څلورو کسانو د ژوند پخلی کړی.

لا هم د دغې الوتکې د غورځېدو د لامل په اړه معلومات نشته.

د روسیې د هوايي چلند روزاویاتسیا ادارې ليکلي چې دغه الوتکه د تاجکستان پولې ته نږدې د افغانستان په فضا کې وه چې اړیکې يې ورسره پرې شوې او د رادار له ښيښو ورکه شوه.

د دې ادارې په وینا دغې الوتکې د چارټر هوايي امبولانس په توګه د هند له ګیا د اوزبېکستان د تاشکند له لارې د روسیې ژوکوفسکي ته په لاره وه خو د الوتکې د پورته کېدو ځای د تایلنډ اتاپاوو هوايي ډګر و.

دغې ادارې ویلي چې دغه فالکون ۱۰ ډوله دوه ماشینه الوتکه چې په RA-09011 شمېره او 128 سرېال نمبر ثبت ده په ۱۹۷۸ کال کې ډاسالټ اويېشن فرانسوي شرکت جوړه کړې وه او اوس د اتلېټيک ګروپ او یوه فرد په ملکيت کې وه.

د روسیې د هوايي چلند چارواکي وايي د طالبانو او تاجکستان له حکومتي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

دغې ادارې په کابل کې د خپل سفارت له قوله ليکلي چې د دغې الوتکې له شپږو څلورو کسان له ګڼو ټپونو سره ژوندي موندل شوي. د دوو نورو د برخلیک په اړه لا هم د معلوماتو کره کولو ته منتظر دي.

د روسیې د پلټنو کمېټې د دغې پېښې او د سفر د خونديتوب اړوند او دغه راز دوو مړو شوو وګړو په اړه په پلټنو بوخته ده.

په افغانستان کې د جمهوري دولت له سقوط وروسته د د دغه هېواد له فضا ډېرې نړیوالې الوتکې نه تېریږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت هم ویلي “د دې الوتکې مسير د افغانستان په فضا کې نه وو پلان شوی او په ډېر ګومان تخنيکي ستونزو له کبله له خپل مسيره اوښتې ده.”

اړوندې مقالې

Back to top button