سندرېهنر او ادب

خمار ته مې لږ پرېږده د کفایت شاه باچا په غږ کې کمسارې سندره

پرېږده ما پرېږده، خمار ته مې لږ پرېږده
بې نشې نشه يم دې روزګار ته مې لږ پرېږده
ماته میخانه کې ساقي ډک جامونه ونیسه
څښم د زړه ګي وینې زه، پرهار ته مې لږ پرېږده
تا چې تورې زلفې تور ماران کړل تار په تار په مخ
پرېږده چې ما وخوري، تور ښارمار ته مې لږ پرېږده
خدایه زنکدن کې د اشنا نامه رایاده کړې
پرېږده چې بدنام شمه خو یار ته مې لږ پرېږده
داسې قلندر ملنګ د دار په سر نارې وهي
لاړ شه مولا لاړ شه دې دیدار ته مې لږ پرېږده

اړوندې مقالې

Back to top button