سندرېشعرونههنر او ادب

نه پوهېږم هغه پخوانۍ مينه دې څه شوه – ښکلې سندره

شاعر: بهلول ملنګ

سندرغاړی: فلک ناز مروت

د سندرې شعر:

نه پوهېږم هغه پخوانۍ مینه دې څه شوه

نن څنګه بدل شوې پرونۍ مینه دې څه شوه

زړه ته خو ایمان راوړی و په کبر حسن

تېره چې د یار دې شوه ځواني مینه دې څه شوه

ما لکه فرهاد د ستا په عشق کې تندی مات کړو

ستا زړه سلامت دی شېرينۍ مینه دې څه شوه

تل دې چې د حسن رنګین خوب لیده په ويښه

لاړې چې د حسن رنګينۍ مینه دې څه شوه

تا چې له بهلول غوندې دانا لېونی جوړ کړو

وایه کنه هغه لېونۍ مینه دې مینه دې څه شوه

اړوندې مقالې

Back to top button