سندرېشعرونههنر او ادب

دومره غمجن یمه چې حد نه لري – ښکلی شعر او ښکلې سندره

ستا په بېلتون دومره غمجن یمه چې حد نهٔ لري
پۀ ماشوم زړۀ داسې خوږمن یمه چې حد نهٔ لري
 
که ئې پۀ مینه کې پۀ دار شمه پروا مې نشته
پۀ پشتون قام دومره مئین یمه چې حـد نهٔ لري
 
د پښتنو پۀ قتلِ عام خاموش مَلک او مُلا
له تاسو دومره ګیلامن یمه چې حد نهٔ لري
 
د باچاه خان امر ماتیږي ګني رب ګواه دی
نور دومره تنګ له تور دوښمن یمه چې حد نهٔ لري
 
پۀ کرغیړنو او ازغنو کرښو بېله یاره
دومره دې تږې د دیدن یمه چې حد نهٔ لري
 
کله مهاجر شمه او کله ترهـګر او غدار
دومره ذلیل پۀ خپل وَطن یمه چې حد نهٔ لري
 
د پښتنو عزت لوټ کیږي اؤ زۀ چُپ خولۀ ناست یم
زۀ ګیلامان دومره ډارن یمه چې حد نهٔ لري
 
شاعر : ګیلامان پشتین

اړوندې مقالې

Back to top button