خبرونه

په افغانستان کې وروستي اورښتونه او راتلونکي کال ته هیلې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د تېرو څه باندې دوو اونیو واورو، ورښتونو او سړې هوا له امله شاوخوا څلوېښت کسان مړه شوي دي. په دې موده کې څه باندې شپږ سوه کورونه هم دغه مهال بشپړ یا څه ناڅه نړېدلي او نږدې څوارلس زره څاروي هم له منځه تللي. دا یوازې هغه شمېرې دي چې پېښو ته د چمتووالي ادارې ثبت کړې؛ د افغانستان وضعیت ته په کتو ښايي د زیانونو دا کچه لوړه وي.

خو مهمه دا ده چې دغو اورښتونو که له یوې خوا مالي او ځاني زیانونه اړولي، خو له بله پلوه یې خلک او د اقليم کارپوهان د راتلونکي کال اوبو ته هیله‌من کړي دي.

په ورته مهال کې د واورو ښوېدنو له امله د سالنګ لویې لارې په ګډون یو شمېر مهمې ولایتي لارې هم د څلورمې پرله پسې ورځو راهیسې تړلې دي او دوی یې د خلاصولو پر چارو بوخت دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د سالنګ په بېلو سیمو کې د واورې کچه له یوه نیم تر دريو مترو رسېږي او تر پنځه ویشت ډېرو ځایونو کې واورې هم ښوېدلې.

“په سالنګونو کې هوا ورېځ ده د واورې کمزوری اورښت هم جریان لری یاده لویه لار د تېرو څلورو ورځو راهیسي د واورې تیز اورښت، طوفان او د لیدلو ساحې د کم والي له امله د ترافیکو د تګ را تګ پر مخ تړل شوې ده او د دغې لو یې لارې په بیلا بیلو برخو کې ۲۵ځایه واوره راښویدلې، د واورې ضخامت په بیلا بیلو سیمو کې متفاوت دی، چې د ۱۵۰ سانتی مترو څخه تر ۳ مترو پوري رسیږي”.

په افغانستان کې سږ کال ژمی تر ډېره بې واورې و چې له کبله یې د وچکالۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې وې، خو په وروستیو ورځو کې د افغانستان مرکزي او لوېديځې سیمې د واورو او باران درنو او کم سارو ورښتونو په خلکو او کارپوهانو کې په را روان کال کې د وچکالۍ د اغېزونو کمېدو ته هیلې ډېرې کړې.

ځینې خلک وايي، ښايي د را روان کال په اوږدو کې يې پر اوبو اغېز هومره ژور نه وي لکه اوس چې زیانونه اړوي خو ډېری بیا وايي چې نه یوازې اوس په بېلو سیمو کې کروندو ته ګټه کوي بلکه زېرمه کېدونکې واورې یې را روان کال هم پر اوبو ښې اغزې لري.

کارپوهان هم وايي دا اورښتونه ښايي، د وچکالۍ د کمېدو برخه کې له ځان سره ښه زېری ولري.

د اوبو او ژواک چاپېریال د مدیریت متخصص نجیب الله سدید ویلي، که څه هم په ځینو سیمو کې لا هم تر نورمال کچې د اورښتونو کمی دی لکه په بدخشان یا هم په نیمروز او فراه کې شاوخوا پنځه ویشت سلنه کمی شته، خو په ټوله کې د وروستیو اونیو اورښتونه د یوه نورمال اوبو لرونکي کال په اندازه ګڼي او دا اټکل هم کوي چې ښايي د حمل یا وري میاشتې تر پایه دوام هم وکړي.

د اوبو او طبيعي سرچینو د مدیریت بل متخصص نظیم سمون هم باوري دی که څه هم دا بارونونه او اورښتونه په شاوخوا دوه میاشتني ځنډ وو، خو د را روان کال پر اوبو اغېز لري او ښايي له همدې امله را روان کال د وچکالۍ اغېزې تر نورو کلونو یو څه کمې وي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان دا اوس د درېیم کال لپاره په تېرو دېرش کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ تېرېږي. د دغه بنسټ د بشري چارو د همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ يې د وچکالۍ له سختو ناوريني حالاتو سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي.

ملګرو ملتونو افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه هم د نړۍ د لسو تر ټولو ډېرو داسې زیان‌منونکو هېوادونو په ډله کې راوستی چې په دې برخه کې چمتووالی هم نه لري.  

اړوندې مقالې

Back to top button