خبرونه

بي بي سي پښتو

دلته د بي بي سي پر پښتو پاڼه د خپرو شوو مطالبو او خبرونو وروستی غورچاڼ لوستلی شئ

Loading RSS Feed

د بي بي سي پښتو او دري ژوندۍ راډیويي خپرونې دلته اورېدلی شئ

د بي بي سي پښتو په اړه

د بي بي سي پښتو څانگې د ١٩٨٢ کال د اگست له مياشتې په خپرونو پيل کړى دى . له هغه پيل څخه پښتو څانگې په افغانستان ، پاکستان او خليج کې گڼ شمير اوريدونکي وموندل .

په پيل کې پښتو څانگې تر ډيره خبرونو او د سياسي چارو شنننې ته پام کاوۀ . وروسته وروسته يې اوونيز پروگرامونه هم پيل کړل چې د ځوانانو ، ميرمنو ، لوبو ، ساينس ، ادبياتو او موسيقي لپاره بېل شوي و .

له بي بي سي پښتو څانگې سره په ٢٠٠٣ کال کې دري خپرونه هم گډه شوه او بي بي سي د افغانستان لپاره خپرونې يې پيل کړې .

د بي بي سي پښتو څانگې وېبپاڼه

د بي بي سي پښتو وېبپاڼه له ١٩٩٦ کال څخه په محدوده کچه پيل شوه چې يوازې به يې په غږ کې زموږ ځينې خپرونې ليدونکو ته وړاندې کولې .

په ٢٠٠١ کال کې بي بي سي پښتو وېبپاڼه په نړۍ کې لومړنۍ پښتو وېبپاڼه شوه چې په متن کې يې د خبرونو لنډيز ورکاوۀ .

په ٢٠٠٤ کال کې د بي بي سي وېبپاڼه لا وغوړيده چې پکې زموږ ځينې اوونيز پروگرامونه ، د موسيقي دوه جلا خپرونې او د خبرونو لا مفصله بڼه پکې کاروونکي لوستى شي .

د ٢٠١٠ کال د مارچ له مياشتې راهيسته د بي بي سي پښتو ويبپاڼه لا پراخه شوه چې پکې له کور پاڼې سره جوخت د افغانستان ، نړۍ او لوبو لپاره ځانگړې برخې زياتې شوې .

اړوندې مقالې

Back to top button