خبرونهمقاله|تحلیلمقالېنور

د لر او بر افغانانو د نارې پورته کوونکی منظور پښتین

منظور احمد پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو کې د پښتنو د دوو سترو جرګو ترتیبوونکی ځوان رهبر دی.

پښتین د ۱۹۹۴ کال د اکتوبر په ۲۵مه د سوېلي وزیرستان په مولا خان سرای نومي یوه وړوکي کلي کې زیږېدلی. پلار یې عبدالودود محسود د کلي په ښوونځي کې ښوونکی و. د اتو خويندو او وروڼو مشر ورور منظور احمد زده کړې د خپل کلي په ښوونځي کې پیل کړې. منځنی ښوونځی یې په بنو کې او لېسه یې په کرک کې پای ته رسولي. لوړې زده کړې يې د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې د څارویو د ډاکټر (DVM) د سند په اخېستو بشپړې کړې.

ښاغلی پښتین په قوم مسید دی او په یوې غریبې کورنۍ کې پیدا او را لوی شوی. تنکی ځوان و چې څلور ځله له خپل ټاټوبي بې‌ځایه شو او څلورم ځل يې کورنۍ په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله بې‌ځایه شوه او په دېره اسماعیل خان کې مېشت شول. په ۲۰۱۶ کال کې خپلې اصلي نړېدلې مېنې ته بېرته ورستانه شول.

د پوهنتون پر مهال منظور احمد پښتین د قبایلي زده کوونکو سازمان (Tribal Students Organization) مشر هم پاتې شوی او د نړۍ د ډېرو انقلابونو او انقلابیانو په اړه ډېره مطالعه لري.

ښاغلی پښتین د عدم تشدد اتل باچا خان، د روښانیانو د غورځنګ مشر بایزید روښان چې په پیر روښان هم مشهور دی او د پښتنو د غني تاریخ د ادب ننګیال خوشحال خان خټک خپل لارښود مني.

منظور احمد پښتین د پښتنو په داسې ټاټوبي کې را لوی شو چې پاکستاني حکومت پکې ډول ډول ظلمونه او جنایتونه کول. دغه مهال پاکستان په لر او بر کې پښتانه او د پښتنو ځوان نسل په افراطپالنه کې روزل او د خپلو اهدافو لپاره يې جنګول.

پاکستاني حکومت په همدغو پښتنو په افغانستان کې د مقتدرو حکومتونو مخه نیوله او په پښتني سیمو کې يې ماینونه کرل، په بېلو پلمو یې پر بې ګناه او بې وسلې وګړو پوځي عملیات او بمبارونه کول، پښتانه مشران یې لا درکه کول، ځینې پښتانه مشران یې پس له سختو شکنجو وژل او آن مړي یې هم نادرکه کول او ګڼ نور…

ښاغلي پښتین یادو پېښو ته په کتو خپل لومړی غورځنګ د محسود ساتنې غورځنګ په نوم په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې جوړ کړ.

د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د کراچۍ پولیسو یو پښتون نقیب الله محسود له ترهګرۍ سره د تړاو په تور وواژه. منظور پشتین او ورسره شل نورو ملګرو يې له دیره اسماعیل خان څخه لانګ مارچ یا لاريون پیل کړ او په دې اړه پوهاوی ورکول یې پیل کړ چې هم ترهګري پر پښتنو ته تپل شوې او هم د ترهګر په پلمه وژل کېږي. د ٢٠١٨ز کال د فېبرورۍ په لومړۍ يې لاريون اسلام آباد ته ورسېد او هلته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت پیل کړ.

د ۲۰۱۸ په اپرېل کې په خیبرپښتونخوا کې یوه بله ستره غونډه هم وشوه او د پاکستاني استخباراتو او پوځ په لاس يې د پښتنو د ناقانونه وژنو، لادرکه کولو، نورو پښتون ضد پوځي تګلارو پر ضد او له پښتني سیمو د ماینونو پاکولو غږ پورته کړ.

د پښتون غورځنګ یا(PTM)  مشرانو په پیل کې د پاکستان له دولت نه دغه ډول غوښتنې درلودې:

  • په پښتنو د پاکستاني پوځیانو او استخباراتو د ظلمونو بندیدل.
  • د زرګونو لادرکه شوو پښتنو پیداکېدل.
  • د زندانیانو عادلانه محاکمه او د بې‌ګناه زندانیانو خوشي کېدل.
  • د پاکستاني حکومت له‌خوا د پښتنو د شتمنیو د غلا او چور مخنیوی.
  • د پوځي عملیاتو په نامه د بې‌ګناه پښتنو د وژنې او د هغوی د کورونو د ورانولو او لوټلو مخنیوی.
  • پښتنو ته دپاکستان دنورو قومونو په څېر د مدني او بشري حقونو ورکول.

منظور ویلي چې د وزیرستان پر حالاتو يې په ۱۴۰۰ پاڼو کې یو کتاب هم کښلی چې لا چاپ شوی نه دی. په دې کتاب کې هلته پر مېشتو پښتنو د تېرو شوو تاړاکونو او د پاکستان د حکومت ظلمونه شاربل شوي.

پښتین وايي، ښایي د دغه کتاب لوستل به د پښتنو او بشرخوښو خلکو له لابیدارۍ سره مرسته وکړي.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ له یوولسمې تر ۱۴مې يې په بنو کې د لر او بر پښتنو پر ټولنیزو ستونزو ورټوله ستره جرګه راوبلله.

منظور پښتین دغې جرګې ته وویل، «په اوسني حالت کې تر ۸۰۰۰ زیات پښتانه ځوانان بې درکه دي.» په منابعو باندې د واک، د ښځو د حقونو او په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتو ژبې د حیثیت په اړه خبرې وشوې او په افغانستان کې هم د لویې جرګې او عمومي ټاکنو له لارې له نړیوالو معیارونو سره د سم یوه استازي حکومت جوړېدو غوښتنه وشوه. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول یې هم وغندل او د علي وزیر په ګډون د سیاسي بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه.

منظور پښتین یو وخت ويلي چې د جګړو، وژنو او ځورونو پر ضد د احتجاج پیلولو پر مهال یې ارمان دا و، چې ‘کاشکې پنځلس- شل کلک، هوډمن ملګري ولرم، بیا کار کولی شم.

د هغه د دغه ډول نږدې ملګرو یو یې ملت‌پال شاعر ګیله من وزیر و چې د ۲۰۲۴ کال د جولای په لسمه په اسلام‌آباد کې ووژل شو.

د لر او بر پښتنو د دغه راویښوونکي با احساس شاعر او فعال په جنازه کې منظور پښتون د اکتوبر د یوولسمې د قامي عدالت سترې جرګې د جوړېدو اعلان هم وکړ.

دغې جرګې چې د پاکستاني پوځ او حکومت له مخالفتونو سره سره د ۲۰۲۴ د اکتوبر په دوولسمه او دریارلسمه د لسګونو زرو پښتنو په ګډون جوړه شوه ګڼې پرېکړې وکړې چې پراخې وستایل شوې او ځینې مهمې يې دا دي:

  • پوځ، طالب، داعش او بله هره وسله واله ډله به په دوو مياشتو کې له پښتنې سيمو وځي؛
  • د پښتنو یو ملي لښکر به جوړیږي او هر ګوند او هره ولسوالۍ به دې ملي لښکر ته درې، درې زره غير وسله وال ځوانان ورکوي چې دا لښکر به د پښتون وطن د ګټو ساتنه کوي؛
  • جرګه ډيورند کرښه په رسمیت نه مني او پر دې لاره به له پاسپورټ او ويزې پرته د پخوا په څېر تګ راتګ کيږي؛
  • په بدو کې د نجونو ورکولو دود ختم دی
  • ټول سیاسي بندیان دې سم‌لاسي خوشي
  • له افغان طالبانو يې په نرمه وغوښتل چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

هغه د خپلې مبارزې په خاطر د خپلو نورو ملګرو په څېر بیا بیا نیول شوی، بندي شوی او ربړول شوی هم دی. د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په پنځمه له خپل پلار او دوو نورو فعالانو سره یو ځای په سوېلي وزیرستان کې امنيتي ځواکونو ونیو او له یوې ورځې ځورولو وروسته یې خوشی کړ. د ۲۰۲۰ په جنورۍ کې د پېښور پولیسو د دسیسې په تور ونیو او تقریبا دوې میاشتې په بند کې و.

د ۲۰۲۱ د مارچ په ۲۸مه هم ونیول شو او یوه ورځ وروسته خوشی شو.

بیا د ۲۰۲۳ د ډسمبر په ۴مه ونیول شو او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په اوومه له بنده خوشی شو.

د یادونې وړ ده چې منظور پښتنون د پښتو ژبې شاعر او لیکوال هم دی.

د شعر لیکل ته د ډېرو بوختیاوو له امله وخت نشي ورکولای. خو نثر او لیکنې هر کله لیکي او د سوشل میډیا په بېلابېلو پاڼو یې خپروي.

منظور پښتین د خپلو منډو ترړو له پیله تر اوسه د لر او بر پښتنو افغانانو ستونزې او غوښتنې د یوې واحدې داعیې په توګه مطرح کړې؛ ځکه خو په لر او بر کې ډېرو افغانانو د یوه ځوان زړور رهبر په توګه د هغه په مبارزه پورې هیلې تړلې.

اړوندې مقالې

Back to top button