خبرونه

طالبان: نړیواله ټولنه يې د حکومت نسکورول نه غواړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ډاډ ورکړی چې نړیواله ټولنه نه یوازې د دوی د حکومت نسکورېدل نه غواړي بلکه له نړیوالې ټولنې سره یې وصلول غواړي.

دا خبرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فرېدون سېنېرلي اوغلو او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر منځ په خبرو کې شوې. هغه پر افغانستان د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه د ملګرو ملتونو د مهمې غونډې په درشل کې افغانستان ته تللی.

د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه د هغې مهمې غونډې په درشل کې چې نړۍ ترې له طالبانو سره د چلند لا روښانېدو تمه لري، د ملګرو ملتونو د افغانستان همغږی کوونکی افغانستان ته سفر دی.

فریدون سېنرلي اوغلو چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د استازو دویمې ناستې ته به یې د ریپوټ مهمې سپارښتنې هم وړاندې کېږي د نورو لوړپوړو طالب چارواکو تر منځ د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته لېوالتیا لري او نه یوازې د نسکورېدو ملاتړ یې نه کوي بلکه غواړي له نړیوالې ټولنې سره وصل شي.

فريدون سېنېرلي اوغلو دا هم ویلي چې نړیوال بانک هم غواړي په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان د بانکي سکتور د ودې، د بندیزونو په ختمېدو او افغانستان کې د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو په بیا پیل خبرې کېږي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه آوازې رد کړې چې ګنې په کابل کې دې د قونسلي خدماتو پر بیا پیلولو فکر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټېل چې د خپلې اوونېزې خبري غونډې پر مهال د دوحې د غونډې او د طالبانو له حکومت سره د امریکا د چلند په اړه وپوښتل شو وویل:

د بهرنیو چارو وزارت دریځ دا دی چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د ديپلوماتیک حضور بیا فعالول په پلان کې نشته. موږ په افغانستان او نوره نړۍ کې د طالبانو په ګډون له نورو افغانانو سره په اړیکه کې یو. خو بشري حقونو او ښوونځیو ته د نجونو بیا ستنېدل زموږ د اړیکو په سر کې دي. له خپلو همکارانو او هم‌ټلوالو سره – چې ملګري ملتونه پکې مهم دي – په ګډه د دغو تبعیضي پالیسو د لیرې کولو په خاطر پر طالبانو فشار راوړو؛ په تېره بیا هغه چې نجونې او ښځې اغېزمنوي او یا هغه چې موږ فکر کوو د اړیکو نورمالېدل اغېزمنوي او دا د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي پورې تړاو لري.

sد امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېدانت پټېل

تېره اوونۍ ځینو رسنیو رپوټ ورکړی و چې امریکا د خپلو وګړو او افغان همکارانو ایستلو لپاره په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل هڅې کوي. په دې اړه ډېر جزئیات د افغانستان پر بیا رغونې د څار ادارې یا سیګار په وروستي رپوټ کې خپاره شوي وو.

د سیګار په رپوټ کې راغلې وه چې د کونسلي خدمتونو د بیا پیلولو وړاندیز د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو په نوې تګلاره کې شوی چې د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې تائید شوې ده.

د ملګرو ملتونو او نړۍ تمه ده چې د دوحې په راتلونکي ناسته کې به له طالبانو سره د چلند لوری لا معلوم او روښانه شي.

وړمه ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې امیرخان متقي هم د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره په کتنه کې د دوحې ناسته یو ښه فرصت بللی خو ویلي یې دي چې د غونډې د جوړښت، اجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به په کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه راز یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما په شتون کې د ده په خبره د ملګرو ملتونو بل اضافي ځانګړي استازي ته کوم موجه دلیل او اړتیا نشته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د ملګرو ملتونو همغږي ‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ډاډ ورکړی چې د دوحې د ناستې موخه له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی چې په سیاسي برخه کې د ده په خبره لا ډېر پرمختګونه وشي.

اړوندې مقالې

Back to top button