خبرونه

په بېشکېک کې پر افغانستان د منځنۍ آسیا او اروپايي استازو غونډه

د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې استازي د قرغېزستان په بېشکېک کې د افغانستان په اړه د دوحې د فبرورۍ د اتلسمې او نولسمې پر مهمې غونډې سربېره، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد د دولتونو پر هڅو هم غږېږي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پرضد د مبارزې اداره هم پکې ګډون کوي.

د مرکزي آسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې تېرهي هکالا، د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو استازي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکلاسن يې عمده ګډونوال دي.

ښاغلي نېکلاسن تېره اونۍ په کابل کې نه یوازې د دغې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و، بلکه له طالب چارواکو سره یې د خپلو لیدنو لنډ حال هم شریک کړ او تر څنګ يې د دوحې د راروانې غونډې په اړه هم خبرې کړې وې.

ښاغلي نېکلاسن دا هم ویلي وو چې د تېر ۲۰۲۳ کال د مۍ په لومړۍ او دویمه نېټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ ناستې ته له افغانستانه څوک نه وو بلل شوي خو درې ټکي پکې روانه شوي وو او هغه دا چې ۱) دا يې روښانه کړه چې د طالبانو له وسله والو مخالفینو ملاتړ نه کېږي، ۲) له طالب چارواکو سره اړیکو ته دوام ورکړل شي او ۳) دا چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه شي منل کيدی.

خو ښاغلي نیکلاسن زیاته کړې وه چې سږ کال به په دوحې غونډه کې طالب چارواکي او نور افغانان هم ګډون لري او بلل شوي به وي.

هغه تېره اونۍ ویلي وو چې له چارواکو سره د دوحې په را روانه غونډه غږېدلی او زیاته کړې يې وه چې طالب چارواکو هم دغې غونډې ته هیله‌مندي ښودلې که څه هم د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي پر ګومارل کېدو يې نظر منفي وو.

طالبان وېرېږي چې ملګري ملتونه به د دغه استازي له لارې پرې د افغانانو تر منځ د پخلاینې د یوه بهیر پیلولو فشار ډېر کړي؛ هغه څه چې طالبان وايي هېڅ اړتیا ورته نشته. طالبان ښايي له دې هم ویرېږي چې د دوی یکه تازۍ او په یوازې سر د میدان بوخت ساتلو بهیر ښايي ورته نوی ځانګړی استازی وننګوي.

هغه ویلي وو چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو د مبارزې له مرستیال سره یې هم په کتنه کې د نشه‌يي توکو کرکیلې مخنيوي کې د طالبانو حکومت ستایلی او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د مبارزې ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان له لارې يې د ۲۶ مېلیونه یورو نور ملاتړ خبر هم ورکړی و.

د دغو استازو د غونډو دا لړۍ له ۲۰۲۱ کال راهیسې را پیل شوې چې وروستۍ غونډه يې د تېر کال په مې کې په عشق آباد کې جوړه شوې وه. له هغه وړاندې بله غونډه يې د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې په بروکسل، تر هغه وړاندې یې د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تاشکند او لومړنۍ غونډه یې د ۲۰۲۱ کال په مې کې د قزاقستان په الماتي ښار کې جوړې شوې وې.

اړوندې مقالې

Back to top button