خبرونه

یوناما: افغان مېرمنې د طالبانو له په رسمیت پېژندل کېدو وېرېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازندویه ماموریت یا یوناما د یوه تازه راپور موندنې ښيي چې ډېری افغان مېرمنې وېرېږي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت منل کېدل به پر دوی محدودیتونه لا سخت کړي.

دغه راپور موندلې چې د افغانستان له ټولو ولایتونو له څه کم اوه نیم سوه مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی ښيي چې په ټولنه او کورنیو کې د ښځو نفوذ هم پام وړ کم شوی او حتی د ښځو په اړه د هلکانو ذهنیتونه هم بدل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر اتمې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۷۴۵ افغان مېرمنې د تېر ۲۰۲۳ کال د وروستیو دریو میاشتو په اوږدو کې د خپلو لومړیتبونو، له طالبانو سره د اړیکو په ګډون د نړیوالو د اړیکو، او د ښځو د حقونو د تحقق لپاره د دوی پر سپارښتنو پوښتلې.

د دغو پوښتل شوو مېرمنو له دریو دوې برخې یا ۶۷ سلنې ویلي چې د طالبانو په رسمیت منل کېدل به د ښځو د حقونو ناورین لا ژور کړي او طالبان ښايي خپل محدودیتونه لا پراخ کړي.

د دوی ۳۲ سلنې ویلي چې د طالبانو حکومت باید یوازې هغه مهال په رسمیت ومنل شي چې خپل محدودیتونه بېرته واخلي؛ خو ۲۸ سلنه ویلي چې دوی باید له لویه سره په رسمیت ونه منل شي.

دا په داسې حال کې چې د تېر ۲۰۲۳ کال په جولای کې د ورته پوښتنې په ځواب کې ۹۶ سلنه ښځو ویلي وو چې طالبان دې هغه وخت په رسمیت منل کېدی شي چې د ښځو حقونو کې ښه والی راشي.

پوښتل شوو ښځو دا هم ویلي چې په دې وروستیو کې، په تېره بیا پلازمینه کابل کې د حجاب د عملي کولو له لړۍ سره په عمومي ځایونو کې ځورول هم ډېر شوي او دې چارې له کوره وتل ورته لا سخت کړي.

له نيمايي ډېرو مېرمنو (۵۷ سلنې) ویلي چې له محرم پرته له کوره وتل ورته خوندي نه ښکاري.

د تېر کال د جنورۍ پرتله سږ کال د ټولنې په کچه پر پرېکړو د ښځو هم له ۱۷ سلنې یوې سلنې ته راټیټ شوی او د تېرې جنورۍ پرتله د کور په کچه په تصامیمو کې هم د ښځو نفوذ له ۹۰ سلنې د سږ کال په جنورۍ کې ۳۲ سلنې ته راښکته شوی.

دغه راپور دا هم موندلې چې د طالبانو محدودیتونو حتی د ماشومانو ټولنیز چلندونه هم بدل کړي او په هلکان کې د خپلو میندو او خویندو اطاعت او تر ځان ټيټ ګڼل ډېر شوي.

په دغه راپور کې د ښځو تر ټولو ډېر ځوروونکي (۷۰ سلنه) طالبان ښودل شوي او ۲۴ سلنه عام وګړي او ۲۴ سلنه نور د جرم ښکار کېدل ښودل شوي.

دغه راپور را روانه اونۍ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب پر افغانستان د ځانګړو استازو د غونډې په درشل کې خپرېږي.  د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټيفاني دوجارېک خبریالانو ته وویل چې د دوحې د کنفرانس مهم تمرکز هم د افغان مېرمنو او نجونو پر حقونو دی.

“په افغانستان کې زموږ د کار مهم تمرکز د ښځو او نجونو د عزت او بشري حقونو بیا خوندي کول دي. دا غونډه د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو ده چې د سیمه‌ييزو بنسټونو او غړو دولتونو استازي هم پکې ګډون لري. د طالبانو له استازو سره به هم غونډه کېږي او د مدني ټولنې د استازو ګډون هم پکې شته، په تېره بیا د ښځو، تر څو د افغان ښځو غږ رسا او روښانه واورېدل شي”.

د یوناما د دغه ریپوټ په سپارښتنو کې د پوښتل ښځو له قوله غوښتنه شوې چې طالبان دې تر هغې په رسمیت نه منل کېږي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه يې لیرې کړي نه وي.

دوی د یو شمېر غړو دولتونو لخوا له طالبانو سره د راشې درشې پر هڅو هم خواشیني ښودلې او دا یې د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو د بحران له نظره اچول او د طالبانو لخوا د نړیوال قانون او هغو تړونونو له مخې چې افغانستان پکې دی تر پښو لاندې کولو ته ناپامي بللې.

د ريپوټ په موندنو کې ښکاري چې سږ کال د نورو تېرو ورته مودو پرتله ډېرو ښځو (۵۲سلنې) غوښتي چې مرستې دې هم د ښځو له حالت سره مشروطې شي؛ دا کچه په ۲۰۲۲ کې ۲۶ سلنه او په ۲۰۲۳ کې ۴۵ سلنه وه.

طالبانو تر اوسه د یوناما دغه تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې ورته راپورونه رد کړي وو او لوړپوړو چارواکو ېې په ورته راپورونو نیوکې هم کړې وې او حتی د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خو یې دا هم ویلي وو چې یوناما دې خپل راپورونه له خپرولو وړاندې له دوی سره شریکوي.

له دې ټولو سره جوخت د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې کښلي چې د دوحې کنفرانس باید نور د طالبانو په لاس د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته پای ټکی کېږدي. دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې کښلي چې دا غونډه په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو لپاره مهم فرصت دی.

د دغه بنسټ یوه مشر ډيپروز موچینا ویلي، نړیواله ټولنه نشي کولی په افغانستان کې د بشري حقونو له داسې وضعیت سره یو ځای له افغانستان سره عادي چلند ته دوام ورکړي.

اړوندې مقالې

Back to top button