خبرونه

د ملګرو ملتونو کارپوهان: جنسيتي اپارتاید دې بشریت ضد جنایت وبلل شي

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو ویلي چې جنسيتي اپارتاید یا د جنسيت له مخې سیستماتیک توپیري چلند باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ د سوېس په جېنېوا کې د دغو کارپوهانو له قوله ليکلي چې په ټوله نړۍ کې مېلیونونه ښځې او نجونې عملن له ژور تبعیض سره مخ دي او هغه دولتي قوانین او پالیسۍ چې ښځې په ژوره نابرابرۍ ځپي او بشري حقونه يې تروړي د جنسيتي اپارتاید ښکارندويي کوي.  

اپارتاید یا توکمیزبېلول اوس سیستماتیک تبعیض وار له مخه په نړیوالو قوانینو کې د بشریت ضد جنایت بلل کېږي خو د جنسيتي اپارتاید په اړه لا هم په نړیوالو قوانینو کې ګوګنتیا شته او که څه هم په دې برخه کې ګڼې پېچلتیاوې شته خو که جنسيتي اپارتاید بشريت ضد جنایت شي د طالبانو نوم به د بشر په تاریخ کې د ښځو اړوند پالیسو بدلېدو سره ثبت شي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې پر ښځو او نجونو محدودیتونه اسلامي قوانین بللي او په دې اړه ورته راپورونه يې د خپل حکومت خلاف پروپاګند بللی.  

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له ښځو او نجونو سره په دولتي قوانینو او پالیسیو کې داسې ژور توپيري چلند او ځپونکي اقدامات چې ښځې په سخت نابرابر ډول ټيټوي او له خپلو انساني حقونو يې بې برخې کوي د جنسيتي اپارتاید او په نړیوالو قوانینو کې یې د بشريت ضد جنایت په توګه د پېژندل کېدو غوښتنه کړې.

د کارپوهانو دغه ډله چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سیستم د خپلواک څار او حقیقت موندنې برخه ده وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې فرمانونه، پالیسۍ او اقدامات کوي چې د تبعیض، ځپنې او د ښځو او نجونو د ټیټولو بنسټیز سیستم جوړوي او دا جنسيتي اپارتاید ګڼل کېدی شي.

اپارتاید چې د توکم له مخې جلا کول او تبعیض کول دي په نړیوالو قوانینو کې د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي خو د جنسیت له مخې د اپارتاید په اړه په قوانینو کې ګونګتیا ده او اوس دغه کارپوهان وايي، پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت بریدونه په نړیوالو قوانینو کې بيړنی پام غواړي او جنسيتي اپارتاید ګڼل کېدی شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ په اعلامیه کې د دغو کارپوهانو له قوله راغلي چې یوازې اپارتاید کولی شي چې په افغانستان کې د جنسیت له مخې د کېدونکي توپیري چلند نیت، اېډیولوژي او بنسټیز کېدل بشپړ واضح کړي.

دوی د بشريت ضد جنایتونو د مخنيوي او سزا د هغې مسودې په دویمه ماده کې د جنسيتي اپارتاید د ورزیاتولو غوښتنه هم کړې چې دا اوس د ملګرو ملتونو د عمومي اسبملۍ شپږمه کمېټه پرې غور کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې له نجونو او ښځو سره د طالبانو د حکومت چلند ته د دومره جدي پام غوښتنه کېږي.

تېر کال هم په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ ویلي و چې له ښځو سره تبعیضي چلند د طالبانو د حاکمیت په “مغز او اډیالوژۍ” کې دی.

خو د طالبانو حکومت ورته راپورونه او څرګندونې د خپل حکومت پر ضد پروپاګند بللی. د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تېر کال د ریچارډ بېنېټ ورته څرګندونو ته په ځواب کې ویلي وو چې:” افغانستان کې اسلامي قوانین پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.”  

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دا راپور په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب له دوې ورځنۍ غونډې وروسته راځي چې پکې د ملګرو ملتونو سرمنشي هڅه کوله د نړیوالې ټولنې او طالبانو د حکومت تر منځ هغه واټن کم کړي چې تر ډېره د طالبانو د ورته پالیسیو او سیاستونو له امله پراخېدونکی دی.

انتونیو ګوتېرېش د دغې غونډې په پای کې وویل چې په افغانستان له نجونو د زدکړو حق اخیستل د منلو نه دي‌ او په دې برخه کې یې د خپلو لوڼو او لمسیانو مثال ورکړ چې وايي‌هېڅکله به ونه غواړي له زدکړو بې برخې شي.

اړوندې مقالې

Back to top button