خبرونهمقاله|تحلیل

د افغانستان او پاکستان د تګ راتګ بندښت: تاريخي پېښه

د خبر مهمې
  • پاکستان له افغانستان سره څلور عمده لارې تړلې
  • پاکستان د ډېورنډ کرښې په سرحد اړولو لپاره تاريخي هڅې کوي
  • د طالبانو حکومت د دغو ستراتیژیکو ګامونو پر وړاندې چوپه خوله دی
  • پښتانه فعالان که هر څومره ځپل شوي د چمن پرلت یې له دریو میاشتو واوښت
  • پښتانه او افغانان په تاریخ کې له سختو او د خپل وېش له ورځو تېرېږي

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ له پنځو دروازو څلور تړلې. پاکستان په دې پوهېږي چې په دې سره هره ورځ د شاوخوا د ۱۲۰ مېلیاردو کلدارو زیان ور اوړي او د افغانستان له لارې يې له مرکزي آسیا سره هم سوداګري په ټپه درېدلې. خو دا ټول ولې؟

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو راهیسې، پاکستان پرله پسې هڅه کړې چې داسې سیاستونه پلي کړي چې ډېورنډ نارسمي کرښه په رسمي او کلکه څارل شوې پوله بدله کړي. که څه هم د پاکستان خوا ته یو شمېر بیدار اولسونه د دغه تصمیم مخالفت کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ستراتیژیک ډول پر دې موضوع چوپ پاتې دی او پاکستان ته د دې اجازه ورکوي چې په دې برخه کې خپل سیاستونه لا پراخ او تطبيق کړي.

پاکستان په دې پوهېږي چې په اوسنيو سختو اقتصادي حالاتو کې له افغانستان سره د کال شاوخوا یو نیم مېلیارد ډالره سوداګري درېدل يې په زیان دي، خو په دې فکر کوي چې اوږدمهالې ګټه وکړي چې هغه د ډېورنډ داعیې ختمول او د پښتنو د وېش پروژې بريالي کېدل دي.

په چمتن کې له دريو میاشتو ډېر وخت کېږي چې د پښتنو د حقونو د فعالانو پرلت روان دی. دوی پر ډېورنډ تپل شوې کرښه په تېره بیا د پښتنو قبایلو لپاره د وېزې او پاسپورت عملي کېدو سیاست نه مني. خو پاکستاني حکومت په پوره شدت دا پرېکړه عملي کوي او د جنورۍ له دیارلسمې يې تورخم چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ اویا سلنه برخه ترې کېږي هم وتاړه.

که څه هم په تورخم کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي چې د پاکستان تازه پرېکړه نه د دوی حکومت او نه هم سوداګرو او عادي خلکو ته د منلو وړ ده خو په دې برخه کې يې د حکومت هېڅ عملي او جدي اقدامات نه ښکاري. په تورخم کې د طالبانو کمیسار رسنیو ته ویلي چې لا هم په دې برخه کې له پاکستاني لوري سره د خبرو څرک نشته.

دا داسې مهال دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هان له هغه مهاله د پاکستان پر دغو تاریخي او ستراتيژیکو اقدماتو چوپه خوله دی چې له لویه سره يې پر ډېورنډ کرښه تازه تاریخي پالیسۍ پلې کړې. طالبان نه یوازې چې په دې برخه کې د پاکستان پر سیاستونو خپله غږ نه پورته کوي بلکه ولسونه هم ځپي تر څو په دې برخه کې غږ پورته نه کړي.

پاکستان د همدغو سیاستونو د یوې برخې په توګه له هغه هېواده په لوی شمېر افغانانو د ایستلو لړۍ هم پیل کړه چې پکې يې په ډېر ذلت تر پنځو لکو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل. له دې سره د طالبانو حکومت غبرګون وښود خو داسې اقدام يې هېڅکله ونه کړ چې په ستراتیژیک لحاظ د پاکستان د غلیمانه او یرغلګر سیاست مخه ډب کړی شي.

د پښتنو د حقونو فعالان هم له سختو شپو ورځو تېرېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم په چمن کې له برید وروسته تر اوسه بندي دی او برخلیک يې روښانه نه دی. نور پښتانه هم یا وېشل شوي، یا د طالبانو له خوا ځپل شوي او یا يې هم له ټولو رسنیو او حکومتي وسایلو غږ په لوی لاس ورک کړی شوی. په نږدې راتلونکي کې د پښتنو د خپلواکې او خپلې ارادې لرلو هېڅ افقونه نه ښکاري.

اړوندې مقالې

Back to top button