مقاله|تحلیلمقالې

د تورې بند په سیمه کې د بدلون پيلامه

لیکنه: حبیب الرحمن رحیمي

د تورې بند د ‌‌افغانستان په سوېلي زابل ولایت کې دی چې د مرکز قلات ښار لوېدیځ لوري ته په څلوېښت کیلومتره واټن کې پروت دی او دا اوس یې د رغېدو چارې روانې دي.

دا بند چې د اوبو او انرژی وزارت تخنیکي ټیم ډیزاین کړی، د سیلابونو د کنترول وړتیا لري او ترڅنګ يې ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبولی شي. د دغه بند کاسه د دوه اعشاریه نهه میلون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او په راتلونکې کې د اړتیا پر بنا به د(5000) پنځو زرو کورنیو لپاره د څښلو اوبه هم برابروي. د یاد بند لوړوالى ۲۲ متره دی، اوږدوالی یې په څوکه کې ۷۰ متره او د څوکې په برخه کې یې سور ۴.۵ متره په نظر کې نیول شوی.
نوموړی بند د اقتصادي موثریت لپاره په سیمه کې له ځايي توکو رغېدلی دی. بدنه يې له مصالح لرونکې سنګکارۍ څخه جوړه شوې ده .
د یاد بند یوه ساحلي پرچاوه لري چې د ۴۰ مترو په سور سره د همدې بند یوه برخه ده .
بند ته ډېره نږدې د برېښنا د تولید یو بریښنا کوټ هم لري چې ورڅخه سل کیلو واټه بریښنا په لاس راځي.
څرنګه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه چې د ياد بند په ودانولو سره به پېنځه زره کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابریږي نو په همدې موخه د یاد بند سره نږدې د اوبو ذخیره چې ۱۵۰ زره لیتر ظرفیت لري هم شته ده .
د همدې بند اقتصادي ځانګړنه 18.4 سلنه ده، د ګټې اخستنې عمریې (۵۰) کاله، د كاسې اوږدوالی یي (۲.۵) کیلومتره دی، د (۶) میاشتو لپاره بریښنا تولیدوی، دا هم د یادولو ده ؛ له هغو اوبو څخه چې د اوبو لګولو لپاره ترینه ګټه اخستل کیږی او بریښنا هم تولیدوي.
د یادولو وړ ده چې د تورې بند د ١٢٧ میلیونو افغانیو بودیجې په لګښت سره د انکشاف ملي شرکت لخوا د نهو میاشتو په اوږدو کې رغول کېږي.
په پای کې د ویاړ خبره داده چې نوموړی بند د هېواد د کورنیو انجینرانو په لاس د اوبو او انرژی وزارت په نوښت سره سروې او ډیزاین شوی چې چارې به یې هم د کورنیو شرکتونو (انکشاف ملي) لخوا ترسره کیږی.
د همدې بند رغېدل به د قلات ښاریانو په ژوند کې لوی بدلون منځ ته راوړي ،په ښار کې به توکي پرېمانه او ارزانه شي، کرګر به هم د خپل لاس ګټه وویني،برېښنا به ولري ,دا به کار وغوړوي او چاپېريال به هم له بياباني کېدو څخه وساتي.
تورې بند ترڅنګ د پلان له مخې ونې زرغونې شي، تر څو د قلات ښار د هوا ککړتیا راکمه کړي، د الوتونکو او ژوو لپاره به نسبي خوندي ځای وګرځي، د کبانو روزنځايونه د ورغول شي،تفرېح او لوبو ساحې دې هم په کې جوړې شي خو د د ټولو ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د ورتک زمینه برابره شي
خو دا ټولې کړنې به دندې منځ ته راوړي، ښاریان به بوخت کړي، ټولنه به تر یوه حده هوسا او بسیا کړي.

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button