پر افغانستان د پاکستان بریدونه؛ څو د یادولو وړ خبرې
داکتر صابر متین
د افغانستان په خاوره کې دننه د پاکستان یرغلګرو پوځي ګوزارونو او تېري ته د افغانستان ځواب له څو اړخونو د اندېښنې وړ دی. دغه حالت ګڼې پوښتنې، اندېښنې او خبرې هم راولاړوي. تر ټولو لومړی مهمه دا ده چې له پخواني ولسمشر غني نیولې تقریبا ټول پخواني چارواکي پرې پټه خوله دي. یوازې پخواني ولسمشر حامدکرزي او څو ګوتو په شمېر شخصیتونو پرې غبرګون وښود. دا د هېواد د سیاسي ځواکونو د عملي ماتې ښودنه کوي. پر افغانستان حاکمو طالبانو هم کمزوری غبرګون وښود چې څو اړخونه يې په لاندې ډول د یادولو وړ دي:
لومړی، برید د څو جنرالانو کار بلل: له بریدونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل غبرګون ولیکل چې دا برید “د پوځ څو تنه جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره” کړی او غواړي د “مسلمانو ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابه کړي”. خو تر هغه وروسته ډېر مشکوک غبرګون د بهرنیو چارو وزارت دی. د دغه وزارت اعلامیه ” د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو…” کلمې لیکي. په اعلامیه کې ” ځینې کړۍ په غیرمسؤولانه کړنو او غلطو پالیسیو” سره یادېږي. دا رنګ غبرګون داسې ښکاري لکه طالبان چې د پاکستان په کورني سیاست کې دننه له یوه اړخه شکایت کوي او بل اړخ خپل ګڼي. بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان له تیري د پاکستان د سفارت سرپرست ته د یوه احتجاج لیک په ورسپارلو بسنه کوي.
په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې دا بریدونه د ترهګرۍ ضد عملیات وبلل او جالبه دا چې په طالبانو کې يې یوازې ځینې عناصر له ټي ټي پي سره خواخوږي وبلل. خو هغوی ته یې هم بلنه ورکړه چې د پاکستان د خلکو تر څنګ ودرېږي. دا اعلامیه هم د طالبانو له غبرګون سره څنګ تر څنګ د پوښتنو وړ ده.
دویم، د برید هدف: د مجاهد په اعلامیه کې راغلي وو چې ګنې دا برید پر عبدالله شاه نومي ټي ټي پي قوماندان شوی. خو دا معلومه نه وه چې دا خبره چا کړې؟ په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چې د دولت استازولي کوي په خپل سنجول شوي غبرګون کې د عبدالله شاه هېڅ یادونه ونه کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي موخه يې د حافظ ګلبهادر ډله وه چې له ټي ټي پي سره یو ځای په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت د عبدالله شاه په اړه بیا بیا تبلیغات وکړل چې دا هم ښئي چې طالبان د پاکستاني طالبانو، حافظ ګلبهادر د ډلې او نورو مسایلو په اړه معلوم دریځ نه لري او له دا رنګ پېښو سره هر ځل یو دریځ راجوړوي.
درېیم، د دریځ تیتوالی او د واک تشه: د طالبانو د حکومت دریځ تیت ښکارېده. لومړی خو له لویه سره دوی یو منظم دولتي نظام نه لري تر څو پکې د ځواک څارنه او تعادل (checks and balances) وي. د دولت مشر، د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان، د بهرني سیاست او کورني سیاست او د دولتي تصمیمونو معلوم مراجع او اساسي قانون او اساسي بنسټونه نه لري چې په یوه لاس هېواد مدیریت کړي. د کندهار اعلامیه بېل رنګ لري او بهرنیو چارو وزارت تر ډېره ورسره ځان همغږی کړی خو دفاع وزارت د ځوابي ډزو خبره کړې. یوازې دومره يې ویلي چې په ځانګړي امر ځوابي بریدونه شوي چې دا د واک د شبکهيي ماهیت ښودنه کوي. بله حیرانوونکې او خطرناکه خبره دا ده چې طالبان حتی د کونړ او نورو سیمو له حاله لا خبر نه دي چې کوم ځایونه ویشتل شوي او جګړه او دوه اړخیزې ډزې په کومو سیمو کې په کومو جزئياتو شوې چې دا په ټوله خاوره د یوه منظم او مجهز حاکمیت او پوځ د معنادار حضور د نشتوالي ښودنه کوي. پر دې سربېره ګڼ وسله وال په خپل سر ډېورنډ تر ورځغلي او پر ټولنیزو شبکو وېډیوګانې او تصویرونه خپروي چې دا خپله د یوه ځنګلي حالت ښودنه کوي.
څلورم، راتلونکی زیان منېدل: ښکاري چې له دې برید سره طالبان دغه واقعیت ته تسلیم شي چې له پاکستان سره جګړه نشي کولی او زور یې هم نه لري؛ دا هغه څه دي چې پاکستان غواړي. پاکستان غواړي دوی ته دا هم وښيي چې که زموږ غوښتنې ونه منئ نو هان کابل هم په نښه کولی شو، تاسو به د څو توپونو له ډزو پرته څه وکړئ چې په هغه کې هم خپل پښتانه ووژنئ. ښکاري چې د دغې اوږدمهالې کمزورۍ له وېرې او په راتلونکي کې د ورته بریدونو د مخنيوي په خاطر به طالبان د پاکستان ډېرو غوښتنو ته تسلیم شي.
پنځم، تش لاس او تشې لافې: طالبانو په خپلو اعلامیو کې دا ټکي لیکلي چې د بهرني اشغال پر ضد تجربه لري. بیا بیا دا خبره وشوه چې ګنې په درنو توپونو ځوابي دزې شوې. په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو د حکومت رسمي او نارسمي تبلیغاتچیانو هڅه وکړه چې د خپلو پلویانو احساسات په دې ډول مدیریت کړي. متأسفانه، طالبان فکر کوي چې تبلیغات او د خپلو جنګیالیو احساسات مدیریت کول دوی خوندي او ساتي، خو دا اوږدمهالې بدې پایلې لرلی شي. دوی په تېره بیا د خپل مخالفو افغانانو پر ضد پراخ تبلیغات او نفرت خپرول کوي. دا یوازې د خالي خو ګرمو مغزو افغان ځوانان سره وېشي او تر منځ يې توپیرونه لا ژوروي.
شپږم، بهرنی تجاوز پیکه او کوچنی ښودل: متأسفانه/یاخوشبختانه د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ثابته شوې چې افغانان یوازې د بیروني دښمن او یرغل په مقابل کې ښه سره یو کېږي. خو اوسنيو حالاتو حتی هغه عامل هم اغېزمن کړی. افغانان داسې تیت او پرک شوي او داسې ځپل شوي او ځورول شوي چې حتی بهرنی یرغل یې هم نور نشي سره راټولولی. د دې یو عمده لامل د همدغه پاکستان په ګډون د افغانستان د دښمنانو هغه اوږدمهالې دسیسه ده چې دا ملت يې بې سواده، بې زوره او بې پوهې کړی. پر ځای يې په خپلو هېوادونو کې په خپلو روزنځایونو او تعلیمځایونو کې داسې افراطیت او کینه او نفرت ورکړي چې اوس یوازې خپل نور افغانان پرې ځپلی شي او بس.