په سوریه کې د ایران د انقلاب ساتي ځواک د مهمو کسانو وژل کېدل
- په سوریه کې مهم ایراني پوځي سلاکاران وژل شوي
- دا سیمې ته د اسرائيل - فلسطين د جګړې پراخېدل ښيي
- ايران هم په سیمهيیزه او هم په کورنۍ کچه له فشار سره مخ دی
د ایران د انقلاب ساتي ځواک څلور مهم غړي او په سوریه کې د دغو ځواکونو د معلوماتو برخې مشر په پلازمېنه دمشق کې د اسرائيل په یوه هوايي برید کې وژل شوي.
دغه برید د دمشق ښار په مازح استوګنیزه سیمه کې پر یوه ودانۍ شوی. ایراني رسنۍ وايي دا د سوریې په پلازمېنه کې د ایراني پوځي سلاکارانو استوګنځای و.
په دغه سیمه کې د ديپلوماتیک دفترونه، سفارتونه، رستورانونه او مهم دفترونه دي.
تهران په سوریه کې د کورنۍ جګړې پر مهال د ولسمشر اسد د رژیم په ملاتړ کې مهم رول درلود.
اسرائیل تر دې دمه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په تېرو کلونو کې هم په سوریه کې له ایران سره په تړلو اهدافو بیا بیا بریدونه کړي.
دا سیمې ته د اسرائيل – فلسطین د جګړې د لمنې پراخېدو بله څپه ده. له دې وړاندې اسرائیل په لبنان کې هم د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې حزب الله تر مصؤونیت لاندې د حماس پر دفتر بریدونه کړي.
په تېرو اونیو کې په عدن خلیج کې هم د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو پر دریځونو له هغې وروسته بریدونه وکړل چې پر هغو بېړیو بریدونه ډېر شول چې د اسرائیل او د هغوی د ملاتړو بلل کېدې.
د دې جګړې د پراخېدو وېره هغه مهال نوره هم ډېره شوه چې ایران په پاکستان کې هم په یو شمېر مرکزونو بریدونه وکړل.
که څه هم ګڼ کارپوهان باوري دي چې ایران نه غواړي په دې وخت کې شخړه لویه کړي، ځکه بیا بیا د امریکا او اسرائيل لخوا له لمسوونکو او یرغلیزو بریدونو سره مخ شوي خو دوی شاتګ کړی یا یې ځان ناګمانه کړی چې ښه بېلګه يې په لبنان کې د حزب الله کنټرولول دي چې په جګړه کې يې له ښکېلېدو ځان وژغوره.
ایران په افغانستان کې د طالبانو د رژیم، په فلسطین کې د حماس، په عراق کې مخکښې سیاسي شیعه ډلې، لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثیانو په څېر ډلو او حکومتونو په همکارۍ کې خپلې ګټې خوندي ګوري او په دې ډول د دغو ډلو له لارې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو څار کوي.
ځینې کارپوهان په دې باور هم دي چې دا د ایران د واکمنو آخندانو لپاره هم په کور کې دننه سخت وخت دی او هم په بهر کې له خپلو پوځي قوماندانانو او لاسپوڅو تر فشار لاندې دي. په کور دننه هم دوی د ټولنیزو آزادیو او نورو په اړه د ښځو په مشرۍ د بې ساري لاریونونو سره مخ شوي، او همدارنګه د نړیوالو بندیزونو، ادعا شوي فساد، او ناسم مدیریت له امله هم له مالي ستونزو سره مخ دي.
او له دې وروستیو عملیاتو وروسته د عراق، عرب لیګ او د پاکستان له سختو نیوکو سره هم مخ شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر ویلي، د ایران دغه عمل د باور یوه تشه رامنځته کړه او د ډکولو لپاره به يې سخت کار او دوام ته اړتیا وي. که څه هم دا پاکستان ته هم سخته ده چې په اوسنیو شرایطو کې چې له هرې خوا له فشار سره مخ دي څنګه یې مدیریت کوي.
دا ټول د اسرائیل د خطرناکې، خونړۍ او بې رحمه جګړې پایلې دي چې سیمې ته په خپرېدو دي. له اسرائیل او د دوی مهم ملاتړي امریکا نړیواله کرکه هم د جګړې د خطر پر اور تېل شيندي.