خبرونهمقاله|تحلیل

پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان تازه تاوتريخوالی

د خبر مهمې
  • په کونړ کې طالب جنګیالیو او پاکستاني پوځیانو لنډه نښته کړې
  • د طالبانو حکومت د پاکستان هغو سیاستونو ته چوپ دي چې ډېورنډ تحمیلوي
  • پاکستان په افغانستان کې د طالبانو واکمني د خپلو سیاستونو پلي کولو ته ښه فرصت بولي

ريپوټونه وايي د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې؛ په داسې حال کې چې دواړه پاکستان او د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خبر لومړی بي بي سي‌ پښتو پاڼې خپور کړی او لیکلي يې دي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې د پاکستاني سرحدي‌ ځواکونو په سیمه کې “اغزن تار جوړاوه” او طالب ځواکونو یې مخنیوی کړی.

تر دې مهاله په دې نښته کې د احتمالي مرګژوبلې په اړه څه مالومات نه دي‌ تر لاسه شوي.

د یوې سرچېنې په وینا، پېښه د سرکاڼو په ګنجګل سیمه کې شوې او دواړو غاړو پر یو بل پرله پسې سپکې او درنې ډزې کړې، خو اوس درېدلي دي.

پاکستان نژدې پر ټوله ډیورنډ کرښه اغزن تاره تېر کړی او ځای ځای یې پوستې هم جوړې کړې دي.‌ د پاکستان دا سیاست وروسته له هغې په بشپړ ډول تطبيق شو چې په کابل کې طالبانو واک لاندې کړ او ټول هغه اعتراضونه او حرکتونه غلي شول چې د پاکستان د دغه اقدام په مخالفت کې په پښتنو سیمو کې کېدل.

د دغه تار پر سر د جمهوریت پرمهال هم وخت ناوخت نښتې کېدې او ورسره د پاکستان دغه سیاست ته پراخ ولسي غبرګونونه هم ښودل کېدل.

نن اتمه ورځ ده، چې پاکستاني چارواکو په تورخم کې د اوښتو لپاره د لویو لاریو موټر چلوونکو ته ویزې شرط کړې او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درېدلې ده.

د پاکستان د دغو ټولو سیاستونو موخه دا ده چې ډېورنډ نامنلې کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې او سرحد په توګه پر دواړو غاړو ولسونو وتپي. خو که څه هم پښتانه دواړو لورو ته ځپل شوي په چمن کې د پاکستان د دغه سیاست خلاف پراخ پرلت له دریو میاشتو اوږد شو.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل چې له وړاندې یې هم پراخ ملاتړ کړی داسې فرصت ګڼي چې په دې وخت کې د پښتنو خلاف خپل سیاستونه په پوره زور سره تطبيقولی شي. طالبانو له وړاندې د پښتنو نشنلیستي او د خپلواکۍ غوښتنې غږونه ډب کړي او حتی هغه يې په وسله وال ډول ځپلي.

اړوندې مقالې

Back to top button