خبرونهمقاله|تحلیل

پر ترهګرۍ او تکفیري ډلو د طالبانو او ایران خبرې

د خبر مهمې
  • ایراني او طالب چارواکي د ترهګرۍ او تکفیري ډلو خلاف سره یو کېږي
  • ښکاري د دوی هدف د داعش او نورو سخت دریځو ګډ ځپل دي
  • طالبان که څه هم دا خبره پټوي خو ښکاري چې له ایران سره دې معاملې ته ننوځي
  • ايران د خپلو امنيتي او سیمه‌يیزو اهدافو تر لاسه کولو ته له طالبانو سره همکارۍ ډېرې کړې

ایراني رسنۍ وايي، د ایران د قضائيه قوې مرستیال کاظم غریب‌آبادي او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کاظمي قُمي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره له “ترهګرۍ او تکفیري ډلو او په دې اړه د ګډې قضايي کمېټې په جوړېدو” غږېدلي.

په دې مهمه موضوع د دوی د خبرو نور جزئیات نشته او نه يې هم دا ویلي چې دا کمېټه به څرنګه کار کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د دغې لیدنې په اړه اعلامیه خپره کړې خو دغه ټکی یې نه دی یاد کړی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د دغه پلاوي په خبرو کې د بندیانو د تبادلې په ګډون په نورو تخنيکي همکاریو هم خبرې شوې.

د ایران د قضايې قوې مرستیال افغانستان ته د طالبانو د حکومت په بلنه سفر کړی او تاکلې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې او بحثونه وکړي.

د ایران مهر خبري آژانس خبر ورکړی چې دا خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي کاظمي قمي او د ایران د قضائيه قوې د نړیوالو چارو د مرستیال کاظم غریب آبادي په غونډه کې شوې.

د ایران د د قضائيه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي د طالبانو د حکومت د قضايي شورا د مشر په بلنه کابل ته په خپل سفر کې افغانستان ته د ایران د قضايي تجربو پر لېږد او د مجرمانو او محکومانو په لېږد او استرداد هم غږېدلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د “زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکومو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې” پر همکاریو خبرې کړې.

د ترهګرۍ او تکفیري ډلو خلاف دا ګامونه مهم اړخونه لري.

ترهګرۍ او تکفیري ډلو ته د ایران اشاره تر ډېره داعش ډلې او نورو هغو سخت دریځو ته ده چې شیعه‌يان کافر ګڼي او د ایران خلاف توندلاری او تاوتریخجن دریځ لري. ایران له ورته ډلو سره خورا توند چلند کوي او ښکاري چې اوس دا تجربې او په دې برخه کې خپلې تخنيکي غوښتنې له طالبانو سره هم شریکوي. ځکه چې طالبان هم ورته ډلو ته د غلیم په نظر ګوري.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي په دې وروستیو کې ديپلوماتیکې هلې ځلې ګړندۍ کړې او نه یوازې تر فشار لاندې خپل نظام غواړي د سیمې د هېوادونو او حکومتونو په نظر کې ښه کړي بلکه د ایران امنیت ته متوجه امنيتي ګواښونه په ریښه کې شنډ کړي.

تېره اونۍ اسلام آباد ته تللی و او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي جلیل عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره خبرې کړې وې. هغه وروسته پر اېکس ليکلي وو چې له پاکستاني لوري سره يې هوکړه کړې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې د تماس سیمه ییزه ډله جوړه کړي او د طالبانو ادارې ته دې رغند وړاندیزونه کوي.

ښکاري چې ایران په هر قېمت له طالبانو سخت دریځي حکومت سره د خپلو ستراتیژیکو اهدافو یو لاس کول غواړي او تخنيکی همکارۍ ورسره ډېرول غواړي. ځکه دا نه یوازې د ایران د حکومت امنيتي تقاضا ده بلکه په نړیوال سټېج کې د ایران ملاتړ ته یوازې ورته سخت دريځي او زور کاروونکي د فشار وسایل پاتې دي.

اړوندې مقالې

Back to top button