خبرونهمقاله|تحلیل

د روسیې په کوربه توب پر افغانستان څلور اړخیزه غونډه

د خبر مهمې
  • د افغانستان لیرې او نږدې ګاونډیان د طالبانو په اړه بیا سره ټولېږي
  • له افغانستانه د دوی امنیت ته ګواښونه د دوی عمده اندېښنه ده
  • د طالبانو دا دریځ چې د دوی هېڅ خبره نه اوري د دوی د اندېښنې لامل شوې
  • ښکاري چې دوی د غوښتنو پر بدیلونو هم د همغږۍ په لټه کې دي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف خبر ورکړی چې روسیه، چین، ایران او پاکستان د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه پر افغانستان څلور اړخیزه غونډه جوړوي.

ضمیر کابلوف ویلي، په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو او له ترهه‌ګرۍ او نشه‌يي توکو سره پر مبارزه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره خبرې د دغې غونډې اجنډا ده.

د طالبانو حکومت که له یوې خوا په ورته غونډو کې د ګډون غوښتنه کوي، خو له بلې خوا د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنې په کلکه ردوي.

د دې غونډې اهمیت

که څه هم دا غونډه داسې مهال ده چې په سیمه کې درزونه او اختلافونه پراخ شوي خو د افغانستان د راتلونکي په اړه مهمه ده.

ضمیر کابلوف ویلي چې غونډه حتمن کېږي؛ خو ځای او وخت وروسته اعلانېږي. هغه ټینګار کړی چې د پاکستان او ایران په اړیکو کې وروستۍ ستونزې د دغې غونډې پر چمتووالي اغېز نه کوي او په دې اړه کومه اندېښنه هم نه لري.

خو د سیمې د هېوادونو خپل‌منځي اختلافات په خپل ځای، افغانستان د دوی ټولو مهم او ګډ مشکل دی. د ایران د امنیت په اړه عمده عنصر افغانستان او په افغانستان کې د ترهګریزو یا افراطي ډلو او افراطپالنې شتون دی. د پاکستان دغه راز، د منځنۍ آسیا د هېوادونو او حتی هند هم په همدې شکل.

په تېر پسرلي کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند کې هم په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور د دوی په ټکو افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو خطر بللی و. دوی له طالبانو غوښتي وو چې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په ګډون حکومت جوړ کړي او پر ښځو او لږه کیو د خپلو لګولو محدودیتونو په ګډون ځپونکي سیاستونه خوا ته کړي.

په دې اړه یو ډېر مهم ټکی دا دی چې طالبان د القاعدې د لوړپوړو چارواکو په څېر عمده افرطپالي همدا اوس په خپلو لوړو پوړونو کې لري او یا هم هلته د واک او ځواک څښتنان دي. دا یوازې هغه تبلیغات نه دي چې طالبان ېې په لویدیځ پورې تړي او ردوي یې، بلکه دا کسان هره ورځ د خلکو په منځ کې ظاهرېږي او لیدنې کتنې کوي او دوی هره ورځ د ستر او نړیوال جهاد خبرې او پلانونه شریکوي او خپل نظرونه بیانوي او خلک ورجذبوي.

پر دوی سربېره د داعش په څېر ډلې هم شته چې خپله طالبانو يې هم په خلاف جګړه روانه ساتلې خو په افغانستان غوندې پېچلي هېواد کې چې له یوې خوا افراطپالنه پکې بې بریده پراخه ده د دغه ډول ډلو کنټرول شونی نه دی.

غونډه د طالبانو وسله والو مخالفینو ته هم مهمه ده او دوی ته مورال ورکوي او دې ته یې تمه پیدا کېږي چې له سیمې او نړۍ سره د طالبانو د حکومت درز او اختلاف په ژورېدو دی چې دا د طالبانو لپاره ښه خبر نه دی که څه هم د دوی ځواب او دریځ پخوانی ځېل او زور دی چې وايي له خپلو مخالفینو سره یوازې د ټوپک په ژبه خبرې کوي.

داسې ښکاري چې دا ځل د روسیې او ایران دریځونه هم تر پخوا یو څه بېل وي. له یوې خوا د دوی دریځونه په ديپلوماتیک انداز نرم شوي او طالبانو ته د داسې واقعیت په سترګه ګوري چې خلاصی ترې نشته او باید دښمني يې غاړې ته ونه لوېږي. خو له بلې خوا دې پایلې ته رسېدلي چې طالبان د دوی د افراطي او زورګویه پالیسو له وجې نورمال دودیز بشري او نړیوال سیاست ته نشي راښکېلېدی.

دوی وار له مخه د روسیې او ایران په څېر هېوادونو هغو غوښتنو ته هم جدي غبرګون ښودلی چې د ټولګډوني حکومت په اړه يې ترې کړې. دوی همدا تېره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې په افغانستان کې یې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې وه، ویلي وو چې حکومت یې ټولګډونی او ځواب ویونکی دی.

ښاغلي لاوروف تېره اونۍ ویلي وو چې د رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا ده چې طالبان نه یوازې له قومي اړخه بلکې له سیاسي اړخه هم ټولګډونی حکومت جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، د نورو قومونو کوم کسان چې د طالبانو په حکومت کې شته، هغه هم له فکري پلوه طالبان دي او زیاته کړې یې وه، له همدې امله موږ طالبانو ته وړاندیز کوو چې نورو سیاسي څېرو ته هم پخپل حکومت کې ځای ور کړي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي راډیو ټلوېزیون سره خبرو کې ویلي وو چې بهرني هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي:

که څه هم  روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده، چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نسبتا ښې اړیکې لرلي او دواړه هېوادونه پخپلو کې ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازو له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه غونډې کړې چې پایله ېې همدا راوتلې چې د طالبانو له حکومته غوښتنې وکړي او د طالبانو حکومت یې رد کړي او هغه په خپلو کورنیو چارو کې مداخله وبولي. داسې ښکاري چې دا هېوادونه به ورو ورو دې ته هم اړ کېږي چې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره په مؤثرو لارو او بدیلونو هم سره همغږي شي.

اړوندې مقالې

Back to top button